ژوندنړیوال خبرونه

اوتېزم (رواني ګډوډي) څه ده او ماشومانو کې یې نښې څه دي؟

ټول انسانان له یو بل سره توپیر لري چې دا په خپله یو په زړه پورې ټکی دی، په ځینو کې دغه توپیرونه او بېلوالی خورا څرګند وي، د بېلګي په توګه قد (ونه)، د ویښتانو رنګ، جنسیت، د سترګو رنګ او داسې نور

مګر نور توپیرونه لکه د خوښې وړ خواړه، ځانګړي مهارتونه او احساسات چې خلک یې لري نه لیدل کیږي. په زړه پورې خبره دا ده چې موږ ټول نړۍ په بل ډول وینو. د بېلګې په توګه، که تاسو دوو کسانو ته یو انځور ښکاره کړئ، ممکن د دواړو لید د هغه انځور په اړه بېل وي .

دا یوازې یو چل دی چې ستاسو مغز یې تاسو ته ښیي ځکه چې د هر چا دماغ  په بېل ډول عمل کوي، زموږ دماغ زموږ د بدن کمپیوټر دی او د هر کس کمپیوټر په بېل ډول کار کوي، له همدې امله موږ ټول د ژوند په بېلابېلو اړخونو کې بېل یو.

موږ بېل احساسات لرو او د خلکو سره د خبرو کولو ډول هم توپیر لري. ځینې وختونه زموږ عصبي ریښې په داسې ډول سره وصل شي چې زموږ پر کړنو او احساس اغېز کوي او زموږ ټولنیزې اړیکې له نورو بېلوي چې د عصبې ریښو دغه ډول جوړښت ته اوټیزم وایي.

د اپریل دویمه د اوتېزم (رواني ګډوډيو) د پوهاوي نړیواله ورځ ده، یوه پېچلې او څو اړخیزه ګډوډي چې د عصبي سیسټم پر پراختیا او جوړښت اغېزه کوي او د انساني دماغ هغه برخه چې د اړیکو او خبرو کولو سره تړاو لري ګډوډوي.

د اوټیزم نښې له درې کلنۍ نه وړاندې را څرګندیږي. په دغه ستونزه اخته ماشومان کلیشه‌يي کړنې ترسره کوي چې له مخاطب سره د سترګو له لارې اړیکي نه نیسي، لاسونه په پرله پسې توګه ښوروي، بې خوبي او ګډوډي لري، له غږونو او ځینو شیانو نه وېره محسوسوي، ډېر ناوخته خبرې کول زده کوي او د ولاړې او ناستې پر مهال خپل بدن لړزوي.

اوټیسټیک (autistic) کسان له یو ډول بې ثباتۍ کړیږي، اوري او ویني خو نړۍ یې له عادي کسانو توپیر کوي او پنځه ګوني حواس یې د عادي خلکو پرتله خورا حساس وي.

اوټیزم په ګڼو خلکو کې شته، ځکه نو دا غوره ده، چې د دغه حالت او وضعیت په اړه لږ ډیر وپوهېږو. اوتېزم ناروغي یو معلولیت نه دی. یوازې د دوی دماغ د نورمالو خلکو په پرتله بېل کار کوي. دا د دوی په اعصابو کې توپیر دی چې ځینې وختونه آټیسټیک خلک په خپلو دندو کې د نورو په پرتله غوره وړتیا ښیي.

اوټیزم تر شلمې پیړۍ پورې پېژندل شوی نه و مګر اوس په اسانۍ سره تشخیص کېږي

اوټیسټیک یا په اوټیزم اخته کسان پر هغو کارونو، چې تمرکز کوي په خورا اسانۍ سره یې ترسره کوي، خو ګڼ داسي فعالیتونه، چې د عادي خلکو لپاره ساده او اسانه وي د آټیسټیک خلکو لپاره خورا ستونزمن وي، لکه د ملګري موندل.

د اوټیزم نښې په هر انسان کې په یو ډول نه څرګندېږي، په ځینو کسانو کې په عادي ډول محسوسېږي او په اړیکو کې یوازې یوه کوچنۍ ستونزه لري، مګر په بله ډله کې بیا عصبي ګډوډي دومره شدیده وي، چې له ګډوډ حالت نه آن خپلي ورځنۍ چارې هم په سمه توګه نشي ترسره کولای.

د دې خلکو حواس په پرله پسې توګه د شاوخوا چاپېریال او نورو خلکو په اړه مالومات د دوی ماغزو ته لیږدوي.

مګر کله چې د یو شخص مغز او حواس په ښه توګه اړیکه ونلري، دا هغه وخت دی چې سړی اوتر کیږي او دا څه د هغوی پر لیدلوري اغېز کوي.

د بېلګي په توګه؛ فکر وکړئ چې تاسو په یوه کوڅه کې روان یاست. تاسو ممکن ډېری شیان ووینئ او په ساده توګه یې له سترګو تېر کړئ . خو یو اوتیستیک دا هر څه بل ډول ویني او تجربه کوي یې، خلک، شور او ځوږ او ګڼه ګوڼه لنډه دا، چې هر څه ورته په ساعت کې د سل مایله سرعت سره ښکاري، چې دا خورا ډاروونکی حالت دی.

له بده مرغه، که څه هم د autistic شخص په ماغزو کې ګډوډي وي، خو په ډېری پېښو کې هغوی خپل داخلي احساسات نشي څرګندولی چې په لوړ غږ مرسته وغواړي بر عکس ډېر آرام ښکاري

موږ سره داسې ځواک شته، چې د ناآرامۍ پر مهال راسره مرسته کوي، چې د آرامۍ احساس وکړو، موږ ممکن ونه غواړو ځوروونکي شیان وګورو، عموما د خپګان په وخت کې خپل نوکان چیچو، له خپلو شونډو په غاښونو پوستکی پرې کوو او داسې نور. په ورته ډول، autistic کسان هم له ځان سره د مرستې او د سختو حالاتو سره د مقابلې لپاره ځینې کړنې په پام کي نیسي.

په اوټیسټیک ماشومانو کې هغه څه، چې ښکاره دي په داسې حالاتو کې تکراري یا کلیشه‌یي کړنې ترسره کوي، آوټیسټیک ماشومان اکثرا نشي کولای خپل داخلي احساسات د کلمو، د څېرې او بدن د حالت په بدلون او یا هم لمس سره ښکاره کړي. له همدې امله خلک فکر کوي چې دوی له ټولو ګوښي یا منزوي دي.

نور ولولئ: د یوازیتوب ځپلو ماشومانو اکاډمیک فعالیتونه سخت اغیزمنیږي

که پر دغو کوچنیانو مهرباني او لورینه ونه لرو او له پامه یې وغورځوو ښایي د دوی حالت نور هم خراب شي په اوټیزم اخته کوچنیان ملګرو ته اړتیا لري چې د پیژندلو او درک لپاره یې وخت ورکړي او دوی ته غوږ ونیسئ. په اوټیزم اخته کوچنیان ناروغ یا معلول نه بلکې د نړۍ په اړه بېل لیدلوری لري، چې تر دوی پورې محدود دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button