اولمپیک نړیواله کمیټه افغان ورزشکار لوبغاړو سره مالي همکاری کوي
اولمپیک نړیواله کومېټه له افغان ورزشکار لوبغاړو سره مالي مرستې کوي چی د اولمپیک نړیواله کمیټه له افغانستان نه د نژدې ۳۰۰ ورزشکار لوبغاړو ایستلو له همغږۍ څخه وروسته ویلی په هېواد کې له پاتې شوی ورزشکار لوبغاړو سره مالي مرسته کوي.
د اولمپیک نړیوالې کمیټی مسوولینو ویلی چی په افغانستان کې له پاتې ورزشکار لوبغاړو سره به د ژمي له راتلو له امله نژدې ۵۶۰ زره ډالره مرسته وکړي. د اولمپیک نړیوالې کمیټی مشر توماس باخ په اړه ویلی زموږ د محتاطانه پالیسۍ له برکته طالبان د اولمپیک کمیټی هغو لوبغاړو لپاره چې اوس مهال په افغانستان کې پاتې د اولمپیک کمېټې له اړخ لیږل شوی مرستو ته اجازت ورکوي او هرکلی یې کوي. نوموړی باخ د اولمپیک نړیوالې کمیټی اجراييه پلاوي له دوه ورځنۍ غونډې څخه وروسته دا ښکاره کړې.
نور یی ولوله | نیوزیلنډ د ځوانانو لپاره د سګرېټو پر پېر او پلور بندیز لګوي
د یادونی وړ ده چی غونډه کې د نژدې دوه زره افغان ورزشکار لوبغاړو لپاره چې د اولمپیک او پارااولمپيک غړي دي د ملګرو ملتونو کډوالو عالي کمشنرۍ له اړخ د ۵۶۰ زره ډالرو مرسته منظوره شوې د یادونې وړ ده چې د تېر اګست میاشت کې چې افغانستان طالبانو د واکمنۍ څخه وروسته نژدې ۳۰۰ افغان ورزشکار لوبغاړی او روزونکي او د سپورت چارو کارکوونکي له افغانستان څخه ایستل شوي د دې وګړو لپاره د اولمپیک نړیوالې کمېټې له بېلا بېلو غړو هېوادونو سره د بشر دوستانه مرستی ترڅ کې د سفر ویزې لاسته راوړی .
افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ څخه وروسته هر سپورټ برخليک هم تیت او ناروښانه بلکه پای ته رسیدلی . له دې وړاندی د نهو افغان سوکوهونکو يوه ډله او د دوی روزونکی او د افغان سوکوهنې فدراسيون يو جګپوړی چارواکی هم د سوکوهنې له یوې نړيوالې سیالۍ څخه وروسته د پناه اخیستلو په سربیا کې پاتې.
دا سیالی چې د نومبر پر ۶ مه نیټه بېلګراډ کې پای ته ورسېده، د افغان سوکوهنې دا ۱۱ کسيزه ډله هم ورسره سربيا کې پاتې شوه د افغان سوک وهونکو ډله اوس مهال وايي غواړي داسې ځای کې وي چې د سياليو لپاره ځان چمتو کړی او هم له وېرې پرته ژوند او استوګنه ولري.