نړیوال خبرونه

اوکراین کې د مسکو او غرب سیالي؛ کېم جونګ اون روسیې ته رسېدلي

ولادیمیر پوتین د روسیې په وستوچني فضايي اډه کې داسې حال کې د کېم جونګ اون هرکلی وکړ چې اوکراین کې جګړه روانه ده

روسیې ته د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د مسکو او غرب تر منځ په اوکران کې سیالي روانه ده. داسې احتمال ډېر دی چې روسیه به له شمالي کوریا د اوکراین جګړې لپاره وسلې وپېري او نوي قراردادونه به وکړي.

نور ولولئ: شمالي کوریا پر مسکو وسلې پلوري، خو واشنګټن خبرداری ورکړی

د روسیې ولسمشر د چهارشنبې په ورځ (د وږي په ۲۲مه) د روسیې په ختیځ د وستوچني فضايي اډه کې د شمالي کوریا له مشر سره وکتل.

د کېم جونګ اون په اړه روسي رسنیو خبر ورکړی

روسي رسنیو له کېم جونګ اون څخه د ولادیمیر پوتین د هرکلي ویډیو خپره کړې ده.

تاس خبري اژانس لیکلي، کېم جونګ اون د ولادیمیر پوتین څخه مننه وکړه چې د خپل بوخت مهال وېش سره، سره” یې ورته روسیې ته بلنه ورکړه.

د روسیې ولسمشر د شمالي کوریا مشر ته ویلي، چې هغه له نوموړي سره په لیدو خوشاله دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې، په دغه سفر کې د شمالي کوریا د مشر خو کیم یو جونګ هم د خپل ورور ملتیا کوي.

پوتین وايي، موږ پر ټولو مسایلو خبرې کوو

ریانووس خبري اژانس هم لیکلي، چې ښاغلي پوتین د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د پوځي ـ تخنیکي همکارۍ په اړه خبرې به د دغو لیدنو په اجنډا کې شاملې وي، وویل:«موږ به پر ټولو مسایلو خبرې وکړو، موږ کافي وخت لرو.»

د روسیې ولمسشر د دې پوښتنې په ځواب کې چې هېواد به یې د سپوږمکۍ په جوړولو کې له شمالي کوریا سره مرسته وکړي؟ هم وویل: “له همدې امله موږ د وستوچني فضايي اډې ته راغلي یو.”

نور ولولئ: د اوکراین ډرون روسی سوپر سونیک بم‌غورځونکی له منځه یووړ

ولادیمیر پوتین وايي، شمالي کوریا د توغندیو له ټکنالوژۍ سره ډېره لېوالتیا ښودلې او دوی هڅه کوي چې فضايي فعالیتونو ته پراختیا ورکړي.

د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې امریکا اندېښنه ښودلي وه چې که شمالي کوریا پر مسکو وسلې وپلوري او په دې اړه قراردادونه وکړي نو پایلې به یې ښې نه وي. امریکا په هغه اعلامیه کې یو ډول ګواښ کړی و، خو له دې سره سره نن بیا هم د شمالي کوریا دیکتاتور مشر کېم جونګ اون روسیې ته سفر کړی او له خپل سیال پوتین سره یې لیدلي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button