ژوند او ټولنهسات تيري

ایا تاسو د ژمي په رارسېدو سره په ژور خفګان اخته کېږئ؟

ډېری داسې کسان شته چې د ژمي یا بل موسم کې په ژور خفګان اخته کېږي

د ژمي په موسم کې په نړۍ کې ګڼه کسان په ژور خفګان باندې اخته کېږي او ددې خفګان ګڼ لاملونه په ډاګه شوي دي.

نژدې څلور لسیزې کېږي چې د “موسمي عاطفي اختلال” اصطلاح په ژمي کې د خپګان رامنځ ته کېدو لپاره کارول کېږي.

د رواني ناروغیو ډاکټر نارمن روزنتال په لومړي ځل دا اصطلاح په ۱۹۸۴ کال کې وکاروله او له هغه راهیسې یې په میلیونونه خلک نه یوازې په ژمي بلکې په مختلفو موسمونو کې د خپل ذهني حالت بیانولو لپاره کاروي.

ددې خفګان په اړه نور څه ویل شوي؟

موسمي عاطفي اختلال د خپګان یو ډول دی چې د موسمونو له پیل سره معمولا په ژمي کې پیلېږي. د طبیعي رڼا نشتوالی د دماغ پر هغه برخه اغېز کوي چې د خوب او اشتها، مزاج، جنسي لېوالتیا او فعالیت کچه کنټرولوي.

د ورځو په لنډېدو سره ډېری خلک د خپګان احساس کوي. د سړې او مرطوبې هوا او ژر تیاره کېدو سره ځینې خلک احساس کوي چې دوی لږه انرژي لري.

نور ولولئ:د معدې زخم؛ لاملونه  او درملنه

نور ولولئ: په ژور خپګان اخته کسانو سره د مرستې کولو لارې چارې

له موسمي او اقلیمي بدلونونو سره ځان برابرول د ډېرو خلکو لپاره اسانه نه وي.

په ټوله بریتانیا کې شاوخوا دوه ملیونه خلک د موسمي خپګان له ناروغۍ ځورېږي. چې د ژمي په ساړه موسم کې د هوا خرابېدو له امله د “ژمي خپګان” په نوم هم پېژندل کېږي.

د یادې رواني ګډوډۍ اغېزې

دا رواني ګډوډي یا اختلال په خلکو خورا قوي اغېزه لري ځکه چې اصلي نښې یې د خپګان یا ډيپرېشن نښو ته ورته دي.

په دې نښو کې سستي او بې حوصله‌ګي، د انرژۍ نشتوالی او ډېر خوراک؛ په ځانګړې توګه د چاکلېټو او هغو خواړو چې ډېر کاربوهایډرېټ لري، خوړل پکې شامل دي.

د بريتانیا شاهي کالج د رواني ناروغیو د شمېرو له مخې، موسمي خپګان د نارینه‌و پرتله په ښځو کې درې چنده ډېر دی. په ډېر سخت حالت کې ښايي ‌ډاکټر د خپګان ضد درملو وړاندیز وکړي.

ددې ناروغۍ د مخیوي لپاره ګڼې حل لارې شته چې هغه تاسو ته ډاکټران توصیه کوي او که تاسو پر هغو عمل وکړ نو کېدای شي چې ستاسو دغه ناروغي ډېره ژر ښه شي او د رواني اختلال څخه خلاصون پیدا کړی او که تاسو دغه ناروغي عادي حساب کړی نو کېدای شي چې ستاسو دغه ستونزه لا پراخه شي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button