ایا د سګرېټو څکولو له زیانونو خبر یاست؟
سګرېټ او تمباکو څکول ستاسو بدن ته ډول، ډول زیانونه لري چې ځینې یې دلته بیانوو
هغه څوک چې د سګرېټو د څکولو عمل لري، نو دغه ناوړه عمل یې پر پوستکي، نسجونو، د تنفس پر ارګان او حتی پر ډي این اې منفي اغېزې ښیندي. ستاسو پر بدن او روغتیا د سګرېټ ناوړه اغېزې سګرېټ ته له اور ورکولو سره سمې پیلېږي. د تمباکو له پوف کولو مخکې په زرګونو کیمیاوي مواد د سګرېټ له بلېدو سره سم فضا ته خوشي کېږي.
کله چې سګرېټ بل او خولې ته ونیسی
له سګرېټ نه پورته شوي لوخړه نیکوټین او د سګرېټ پاتې شوني فضا ته خوشي کېږي. کله چې سګرېټ خولې ته راوړی نو دا ټول مضر مواد ستاسو تنفسي سیسټم ته داخلېږي. د سګرېټو څکول ستاسو پوستکي، تنفسي سیسټم او شریانونو ته زیان رسوي. بل ضرر یې دادی چې کوم دود چې له خولې بېرته اخراجیږي، د هغه دود ځینې برخه بېرته د پزې له لارې تنفس کوی چې له لومړي دود خورا مضر او روغتیا ته خطرناک دی.
نور ولولئ: هغه خواړه چې تاسو د زیات وزن بایللو لپاره مهم دي
نور ولولئ: هر ورځ څو زره قدمه د مړینې خطر کموي؟
د سګرېټ دود
د سګرېټ دود ستاسو د تنفسي سیسټم له لارې ستاسو سږو ته داخلېږي. په دې وخت کې تاسو ته ټوخی درولي او پاتې شوني یې هایدروجن زیانمنوي. په ورته وخت کې ستاسو په سږو کې وړي تنفسي کڅوړو د اکسیجن پر ځای د سګرېټ له مضر دود ډکېږي. دا چاره تاسو ته د وخت په تېرېدو تنفسي ناروغۍ پیدا او بالاخره د سرطان د ناروغۍ سبب کېږي.
ستاسو د وینې شریانونو او نورو برخو ته د کیمیاوي موادو لېږد
کله چې سګرېټ ستاسو بدن ته د وینې له لارې کیمیاوي مواد ولېږدي، نو په لاندې برخو کې تاسو ته زیان رسوي:
هډوکي: نیکوټین د کلسیم جذب کموي او د هډوکي جوړونکي حجرو تولید کموي، چې تاسو به راتلونکې کې کمزوري هډوکي ولری.
سترګې: په سګرټو کې کیمیاوي مواد او د اکسیجن کمښت ستاسو سترګو ته زیان رسوي چې د میکولر انحطاط، موتیا او د لید له لاسه ورکولو لامل کېږي.
د معافیت سیسټم: سګرټ څکول د دوامداره سوزش لامل کیږي او ستاسو د معافیت سیسټم کمزوری کوي. ددې احتمال ستاسې ناروغېدل دي او د اتومیمون ناروغیو رامینځته کېدو احتمال زیات دی.
هورمونونه: نیکوټین کولی شي د هورمون د بدلونونو لامل شي چې د ښځو په زیږون اغیزه وکړي.
DNA: ارسنیک، نکل او راډیو اکټیو پولونیم ستاسو DNA ته زیان رسوي او هغه وسایل بندوي چې ستاسو بدن یې د ترمیم لپاره کاروي. د DNA زیان کولی شي د خراب شوي سپرم څخه د سرطان او زیږون ستونزې رامینځته کړي.