کورني خبرونه

ایراني ولسمشر افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه

  افغانستان  افغانستان

د امنیتي مرستی وعده یې وکړه د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په عراق کې پخوانی سفیر حسن کاظمي قُمي د افغانستان لپاره خپل خاص  استازی ټاکلی بل  اړخ ته د ایران لوی درستیز مسکو له روسي چارواکو سره د افغانستان په ستونزو خبرې کوي 

حسن کاظمي قُمي په بغداد او د افغانستان په هرات ښار کې قونسل هم وو. دی د صدام حسن د حکومت  له  ختمیدو وروسته عراق کې د ایران لومړی سفیر وو او د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر نوري المالکي په منخګړیتوب له امریکا سره په مخامخ خبرو کې یې د ایراني پلاوي مشري هم کوله د امریکا د مرکزي استخباراتو سي آی اې پخواني مشر او په عراق او افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخواني قوماندان مایکل پټرایس قُمي د قدس ځواک د غړي په توګه یاد کړی وو  

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

د ایران د خبري اژانس ارنا د رپوټ له مخې ولسمشر رئیسي پرون یکشنبه د حسن کاظمي قُمي د معرفت  پرمهال یوه غونډه کې په کندهار کې د تېرې جمعې پر ورځ د شیعه مذهبو پر جومات برید ته په اعشارې ویلي حکومت یې چمتو دی له طالبانو سره افغانستان کې د ثبات او امنیت برخه کې همکاری  وکړي له روسیې سره د پوځي او امنیتي همکاریو ترڅنګ د افغانستان ستونزه د نوموړي د دې سفر یوه مهمه موضوع ده    

           . ښاغلي باقری مسکو ته له تلو مخکی ویلي موږ د بندیزونو له ختمېدو وروسته له روسیې سره د وسلو د پیرلو قراردادونه لرو او په دې سفر کې به د دې ټولو ستونزو  په اړه له روسي چارواکو سره خبرې وکړو  افغانستان یوه له هغو  ستونزه  ده چې په اړه به یې د دې سفر پرمهال په ځانګړې  دواړه لوري یو له بل سره مشورې

ایران هم لکه د نورو هېوادونو غوندی  د طالبانو  حکومت په رسمیت ندی  پیژندلی خو پر کابل د طالبانو له واکمنۍ  مخکی د طالبانو پلاوو له ایرانه لیدنې کولې او د ایران د مخکني حکومت چارواکو د طالبانو په دریځ کې د بدلون خبره کوله

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button