سفر خبرونه

ایران او پاکستان په اوو ورځو کې له ۱۷ زره ډېر افغان کډوال جبري ایستلي

ایران او پاکستان په دې وروستیو کې افغان کډوال نیسي، ځوروي یې او بیا یې په جبر افغانستان ته ستنوي

پاکستان او ایران له افغان کډوالو سره له سخت چلند او د کډوالو د نړیوالو قوانینو خلاف عمل کوي. څو ورځې پر ټولنیزو رسنیو ځینې ویډیوګانې خپرېږي چې په ایران کې د پولیسو او خلکو له خوا نیول شوي افغان ځوانان په عام محضر کې وهي او سپکاوی ورته کوي.

په ایران کې د افغان کډوالو د ځورولو په اړه د طالبانو رژیم کوم غبرګون نه دی ښوولی.

د کډوالو چارو وزارت

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر اساس، په یوه اوونۍ، یعني د سرطان له ۳۱مې د اسد تر پنځمې پورې تر ۱۷ زره ډېر افغانان له ایران او پاکستان څخه ایستل شوي او افغانستان ته راغلي دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې پر اساس، په دغو اوولس زره ۲۶۵ تنو کې تر ۱۰ زره ډېر له ایران څخه ایستل شوي دي.

نور ولولئ: اروپايي ټولنه: له پاکستانه راغلو افغان کډوالو سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته کوو

نور ولولئ: اروپايي ټولنه وايي افغانستان په نړۍ کې د اقلیم تر سختو اغیزو لاندې هېوادونو په لېست څلورم هیواد دی

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې افغانستان ته په راستنو شویو کډوالو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې دا یادونه هم شوې چې افغان کډوال د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.

هره ورځ څومره افغانان رااړول کېږي؟

د ایران او پاکستان حکومتونه له میاشتو راهیسې د بې اسنادو افغان کډوالو د شړلو لړۍ ګړندۍ کړې او په وروستیو میاشتو کې د کډوالو او راستنېدونکو وزارت د شمېرو له مخې له دغو دوو هېوادونو هره ورځ تر زرو ډېر افغانان شړل کېږي.

په تېرو میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه ډېر شمېر ایستل شویو کډوالو د اخراج پر مهال د دغو دوو هېوادونو د پولیسو له چلند څخه شکایت کړی دی. کډوال وايي چې د ایران او پاکستان پولیسو له نیول کېدو وروسته ورسره ناوړه چلند کړی دی.

په ورته وخت کې د پاکستان او ایران چارواکي تل ټینګار کوي چې له افغان کډوالو سره د نړیوالو قوانینو پر بنسټ چلند کوي او د بې اسنادو افغانانو شړل د دوی قانوني حق دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button