سیمه

ایران: د اسرائیلو د هر ملاتړ کوونکو اډې هم په نښه کوو

اړوند خبرونه: 

ډاکټر عبدالله عبدالله: پر ایران د اسرائیلو بریدونه نامشروع دي

د ایران د پارلمان رئیس: پر اسراییل برید ‘غاښ ماتوونکی ځواب’ دی

امریکا د اسرائیل پر وړاندې د ایران ګواښونه جدي بللي

ایراني رسنیو د سپاه پاسداران د لوړپوړو چارواکو له قوله ویلي، چې پر اسراییل به د غچ اخیستنې بریدونه لا شدید کړي.

دغه ایراني چارواکي خبرداری ورکړی، چې د سیمې د هر هغه هېواد پوځي اډې به په نښه کړي، چې د ایران مقابل کې د اسراییلو دفاع وکړي.

‏د ایران د سپاه پاسداران په مشرۍ تېره شپه سلګونه توغندي پر اسراییلو وتوغول شول چې د معلوماتو له مخې د اسراییل له دفاعي سیستم تېر شوي او دغلته یې ګڼ اهداف په نښه کړي دي.

که څه هم اسراییل تر اوسه څه نه دي ویلي، خو ایراني چارواکي وايي د تېرې شپې بریدونو کې یې د اسراییل ‏د اټومي څېړنو مرکز په نښه کړی دی.

ایران د تېرې شپې سلګونه توغندي پر دغه هېواد د اسراییل د برید غبرګون کې توغولي چې تر ۲۰ لوړپوړو نظامي چارواکي او ساینسپوهان یې ووژل او اټومي تاسیسات يې په نښه کړل.

بل خوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا ویلي، چې د اسراییل اقدمات به سیمه اټومي جګړې ته یوسي.

روسي استازي داسې مهال د امنیت شورا بېړنۍ ناسته کې پر ایران د اسراییل برید د ملګرو ملتونو د منشور سرغړونه بللې، چې پوتین له پزشکیان سره خبرو کې د اسراییل برید غندلی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button