نړیوال خبرونه

ایران د اسرائیلو له برید وروسته دفاعي سیسټم فعال کړ

د اسرائیلو له بریدونو وروسته ایران په څو ولایتونو کې د توغندیو دفاعي سیسټم فعال کړی دی

د اسرائیلو رسنیو او نورو نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې اسرائیلو په توغندیزو بریدونو کې د ایران ځینې هدفونه په بریالیتوب سره په نښه کړي، خو ایران بیا وايي، د چادونو غږونه اورېدل شوي دي.

نړیوالو رسنیو د امریکایي استخباراتي مسوولینو له قوله راپورونه خپاره کړي، چې د جمعې ورځې سهار وختي اسرائیلو پر ایران هوایي بریدونه پیل کړي دي.

د دغو بریدونو پیل د اصفهار ښار په قهجاروستان سیمه وشو، چې شاوخوا د درنو چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي. د ایران دولتي رسنیو هم بریدونه تائید کړي او هاخوا یې په سوریه او عراق کې هم د ایراني اهدافو د نښه کېدو ویلي دي.

داسې راپورونه هم شته، چې له دغو پراخو بریدونو سره یو ځای ګڼو الوتکو د ایران له فضا څخه خپل مسیرونه بدل کړي او د تېلو په قېمتونو کې هم ۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

afghan (14)

د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د الوتنو ځنډېدل

تر دغو چاودنو وروسته د ایران د توغندیو دفاعي سیسټم فعال او تهران، اصفهان او شېراز ښارونو ته الوتنې هم وځنډول شوې.

د ایران د سپاه پاسدارانو اړوند فارس خبري اژانس راپور ورکړی چې اصفهان کې نن (جمعه د وري ۳۱مه) د درې چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

نور ولولئ: د ایران د پارلمان رئیس: پر اسراییل برید ‘غاښ ماتوونکی ځواب’ دی

نور ولولئ: د ایران او اسرائیلو ترمنځ کړکېچ کې د تېلو بیې رالوېدلې

تر چاودنو وروسته د ایران په څو ولایتونو د توغندیو دفاعي سیسټم فعال شوی دی.

له دې سره سم، ای بي سي نیوز ته یوه امریکایي چارواکي منلې چې اسراییلو پر ایران توغندیز بریدونه کړي دي.

اسراییلي چارواکو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

afghan (13)

ایران کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکو هم د سوریې په سویل او د عراق په بغداد او بابل ولایت کې د چاودنې غږ د اورېدو خبر ورکړی و.

د ایراني استخباراتو لخوا د الوتکو د راغورځولو ادعا

د ایران د سپاه پاسداران د فضايي ادارې مشر بیا ویلي، څو وړې بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړي دي.

تر دغو چاودنو وروسته د ایران د توغندیو دفاعي سیسټم فعال او تهران، اصفهان او شېراز ښارونو ته الوتنې هم وځنډول شوې.

دغه چاودنې داسې مهال رامنځ ته کیږي چې ایران د یکشنبه په ورځ پر اسراییلو شاوخوا ۳۵۰ توغنديز بریدونه کړي وکړه.

تر دغو بریدونو وروسته ایراني چارواکو ټینګار کړی و چې بریدونه یې سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ د برید په ځواب کې ترسره کړي او خبرداری یې ورکړی و چې که اسراییل بیا ځلې کوم اقدام وکړي نو د ایران ځواب به تر دې هم پرېکنده وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button