سیمه

ایران مهم امنیتي کسان له مخابراتي وسایلو له وصل لرې کړل

اړوند خبرونه: 

ډاکټر عبدالله عبدالله: پر ایران د اسرائیلو بریدونه نامشروع دي

د ایران د پارلمان رئیس: پر اسراییل برید ‘غاښ ماتوونکی ځواب’ دی

امریکا د اسرائیل پر وړاندې د ایران ګواښونه جدي بللي

ایراني رسنیو راپور ورکړ چې د تهران په ځینو برخو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

تراوسه پورې د دغو چاودنو په اړه ایراني چارواکو څه نه دي ویلي او اسراییل هم لا کومه ادعا نه ده کړې.

خو دا چاودنې، چې کېدای شي د اسراییل د توغندويي بریدونو په نتیجه کې وي، څو ساعته وروسته له دې کېږي چې ایران وویل په تل ابیب کې یې د موساد مرکزي دفتر په یوه نوي توغندي ویشتی او اورونه پکې بل شوي دي.

اسراییل بیا ویلي چې د ایران په توغندويي برید کې استوګنې سیمې زیانمن شوي دي.

د ایران امنیتي مسوولان او د هغو ساتونکي له مخابراتي شبکو سره د وصل له وسایلو منع شول

فارس او تسنیم خبري آژانسونو راپور ورکړی چې د سایبري امنیت قوماندانۍ پرېکړه کړې چې د مسوولانو او د هغوی د امنیتي ټیمونو له‌خوا د هر ډول تجهیزاتو کارول چې له عمومي مخابراتي او ارتباطي شبکو سره وصل وي، ممنوع ده.

دغو خبري آژانسونو نور جزییات نه دي وړاندې کړي، خو د یاد حکم محتوا د لبنان د حزب الله هغه بندیز ته ورته دی چې وروسته له هغې صادر شو چې د دې ډلې زرګونه پیجرونه او بې‌سیم وسایل وچاودل.

ګومان کېږي اسراییل د جمعې په ورځ د ایران مهم امنیتي او دفاعي چارواکي د انترنیټ له لارې کشف کړي او بیا وژلي دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button