ایران کې د حجاب جنجالي موضوع؛ پولیسو یې پرضد فعالیت پیل کړ
ایراني پولیسو بیا د هغو مېرمنو پرضد فعالیت پیل کړ چې حجاب نه مراعتوي
دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال د سپټمبر په ۱۶مه، ۲۲ کلنه کردۍ مېرمن مهسا امیني چې د ناسم حجاب د اغوستلو په تور نیول شوې وه، د پولیسو په توقیف کې مړه شوه؛ هغه پیښه چې په ټول ایران کې د پراخو اعتراضونو لامل شوه.
نور ولولئ: ایران کې پر یوه امنیتي مرکز وسلهوالو کسانو برید کړی
په داسې حال کې چې د ایران په ښارونو کې د ګشت ارشاد په نامه پولیس شتون نه لري، ایراني مقاماتو د حجاب د قانون د پلي کولو لپاره نوي اقدامات پیل کړي دي. په دې اقداماتو کې په عامه ځایونو کې د کمرو نصبول او د هغو کاروبارونو بندول شامل دي چې حجاب نه مراعاتوي.
د حجاب نه مراعتکونکو ښځو نیونه
خو د ایران رسمي رسنۍ (ایرنا) اژانس راپور ورکړی چې د هغو ښځو د نیولو دودیزه طریقه چې حجاب نه اغوندي، یو ځل بیا کارول کیږي. ایرنا د تهران د پولیسو د ویاند سعید منتظر المهدي له قوله ویلي چې پولیس به پیاده او په موټرو کې ګزمې پیل کړي.
نور ولولئ: په ایران کې د اعدام ډېرېدل او د بښنې نړیوال سازمان اندېښنې
منتظر المهدي وویل: “له نن څخه په ټول هیواد کې د موټر او پیاده ګزمو په کولو او د پولیسو د زیاتو ماموریتونو په ترسره کولو سره، به موږ په ناچاره توګه له هغو کسانو سره مخ شو چې له بده مرغه، د عرف څخه بهر جامو اغوستلو پایلو ته پام نکوي او خپلې سرغړونې ته دوام ورکوي… د هغو سره به قانوني چلند وشي او د پولیسو د امرونو د نه منلو په صورت کې به عدلي او قضايي سیستم ته معرفي شي. ”
په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي عکسونه ښیې چې ښځینه پولیس افسرانې هغه ښځې نیسي چې حجاب نه اغوندي. دا انځورونه په خپلواکه توګه نشي تائید کیدای.
هغه ښځې چې حجاب نه مراعتوي، دوه میاشتې زنداني کېږي
په ایران کې د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب له بریا وروسته په دغه هېواد کې د ښځو لپاره د حجاب اغوستل اجباري شول او هغه ښځې چې د حجاب اغوستل نه مني، تر دوو میاشتو پورې په بند محکومېږي.
د ایران د اصلاح غوښتونکې شرق ورځپاڼې نن خبر ورکړ چې څلورو ښځو ته چې حجاب یې نه و اغوستی سزا ورکړل شوې ده.
متحده ایالات، بريتانيا او اروپايي اتحاديې څو څو ځلې د اجباري حجاب پر ضد د مظاهرو په وړاندې د ایران د حکومت د ناسم چلند په وجه پر دغه هېواد بنديزونه دي.