سیمه

ایران ۱۴۹ زندانیان طالبانو ته وسپارل

د کډوالو لپاره د ناروې پلاوی: افغانستان کې ۵۰ سلنه افغانان فقر کې ژوند کوي

د بښنې نړیوال سازمان: له پاکستانه د افغان کډوالو “یو ځايي” اېستل به بشري ناورین وي

د ایران د بشري حقونو او نړیوالو چارو مرستیال  عسکر جلالیان خبر ورکړی چې ۱۴۹ زندانیان افغانستان ته انتقال شوي ترڅو د خپلې سزا پاتې موده هلته تېره کړي.

د چهارشنبې په ورځ د جمهوري اسلامي ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه زندانیان د طالبانو او ایران ترمنځ د یوې هوکړې پر بنسټ سپارل شوي دي.

ایراني چارواکي وایي چې دغه کسان د سیستان او بلوچستان، سمنان، یزد او هرمزګان په زندانونو کې بندیان وو.

ښاغلي جلالیان د دغو زندانیانو د جرمونو په اړه وویل: «د دې کسانو لویې جرمونه د مخدره موادو سره تړاو لري.»

هغه زیاته کړه چې د ایران د عدلیې وزارت د محکومینو د انتقال کمیټه په راتلونکو پړاوونو کې د ګڼ شمېر بهرنیو اتباعو، په ځانګړې توګه د مالیزیا، پاکستان، ترکیې او افغانستان اتباعو، د خپلو سزاګانو د پاتې مودې لپاره خپلو هېوادونو ته د انتقال لپاره ژمنه ده.

په ایران کې د افغانستان د زندانیانو کره شمېر معلوم نه دی، خو ویل کېږي چې په ایران کې ګڼ شمېر افغان اتباع په زندانونو کې دي.

ایران په تېرو میاشتو کې یو شمېر افغان اتباع د بېلابېلو تورونو په تړاو اعدام کړي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button