بلخ کې یوې مور پنځهګوني ماشومان وزېږول

بلخ کې یوې مور پنځهګوني ماشومان وزېږول؛ د بلخ د عامې روغتیا ریاست ویلي، بلخ کې یوې مور پنځهګوني ماشومان وزېږول چې درې نجونې او دوه هلکان پکې شامل دي. دغه ماشومان د مزارشریف په حوزوي روغتون کې نړۍ ته سترګې غړولي او د ډاکټرانو په وینا د مور او ماشومانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.
د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې، یاده مور د بلخ ولایت د دولتآباد ولسوالۍ د شینګلآباد کلي اوسېدونکې ده او د ولادت لپاره روغتون ته لېږدول شوې وه. ډاکټرانو ویلي چې مور او پنځه واړه ماشومان تر طبي څارنې لاندې ساتل شوي او روغتیايي خدمات ورته برابر شوي دي. بلخ کې یوې مور پنځهګوني ماشومان وزېږول
بلخ کې یوې مور پنځهګوني ماشومان وزېږول؛ د ماشومانو کورنۍ د مرستې غوښتنه کوي
د ماشومانو د کورنۍ غړو ویلي، د پنځو ماشومانو پالنه او درملنه د دوی له اقتصادي وسه لوړه ده او له خیر غوښتونکو او مرستندویو بنسټونو یې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د ماشومانو پلار، عبدالله الوزي، چې دا مهال په ایران کې د کار او مزدورۍ لپاره مېشت دی، د خپلو ماشومانو د زېږېدو له امله خوښي څرګنده کړې، خو ویلي یې دي چې د هغوی د روزنې او پالنې لپاره مرستو ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د پنځهګوني زېږون پېښې کمې دي
روغتیايي کارپوهان وایي، پنځهګونی زېږون د نادرو طبي پېښو له ډلې ګڼل کېږي او د مور او ماشومانو لپاره ځانګړې طبي پاملرنې ته اړتیا لري.
تر دې وړاندې هم د روان کال په مې میاشت کې د پنجشیر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې یوې مور پنځه ماشومان زېږولي وو چې د کم وزن او ځینو روغتیايي ستونزو له امله تر څه باندې یوې میاشتې درملنې وروسته له روغتون څخه رخصت شول.



