کورني خبرونه

بښنې نړیوال سازمان خوست کې د خبریالانو د خوشي کېدو غوښتنه کړې

د بښنې نړۍوال سازمان له طالبانو غوښتي، خوست کې نیول شوي خبریالان دې خوشې کړي

دغه نیول شوي درې خبریالان د اپرېل په دوه وېشتمه په خوست ولایت کې لومړی د امر بالمعروف ریاست ته غوښتل شوي وو او بیا یې امنیه قومندانۍ ته انتقال او هلته یې بندیان کړل.

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، چې طالبان دې په خوست ولایت کې په خپلسري ډول نیول شوي درې خبریالان ژر تر ژره پرته له قیدو شرطه خوشې کړي.

دغه درې خبریالان د طالبانو له‌خوا د اپرېل په ۲۲مه نېټه په خوست ولایت کې د موسیقۍ د خپرولو او ښځینه اورېدونکو سره د دوی په ژوندۍ خپرونه کې د غږېدو په تور نیول شوي دي.

د طالبانو له لوري په غزني کې د خبریال نیول کېدل

تر دوی وړاندې د روانې اپرېل میاشتې په لومړیو ورځو کې طالبانو په غزني ولایت کې یو بل خبریال حبیب الرحمن تاثیر هم نیولی دی.

دغه سازمان په اېکس پاڼه لیکلي:« هیڅ یو خبریال باید د خپلې دندې د ترسره کولو له امله بندي نه شي.»

نور ولولئ: طالبانو په خوست کې په راډیوګانو کې د نجونو پر ټیلیفوني اړیکو بندیز ولګاوه

نور ولولئ: تازه؛ طالبانو درې خبریالان زندان ته اچولي دي

دغه سازمان له طالبانو غوښتي، چې په سملاسي توګه دې د دوی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو د سرغړونې د کمېسیون هغه پرېکړه هم بېرته واخلي چې له مخې یې د دوو خصوصي ټلویزیونونو د بندېدو لامل شوې.

دغه سازمان زیاته کړې، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په تېرو دوو کلونو کې تر نیمايي زیاتې ثبت شوې رسنۍ تړل شوې وې او دوه پر درېیمه برخه خبریالانو خپلې دندې پرېښې وې.

پر دغه خبریالانو د شرعي حکم پلي کول

د خوست ولایت د طالبانو امر باالمعروف او نهی عن المنکر اداره وايي، د هغو درېیو تنو خبریالانو دوسیې یې محکمې ته استولي چې څو ورځې وړاندې د دوی له‌خوا په هغه ولایت کې نیول شوي وو.

د دغې ادارې له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو خبریالانو په خپرونو کې د موسیقۍ غږولو تر څنګ له ښځینه‌و سره هم د ټیلیفون په لیکه خبرې کړې دي.

په خوست کې د ناز راډیو خبریال اسماعیل سعادت، د اقرا راډیو خبریال وحید الله معصوم او د خلکو غږ راډیو خبریال احسان الله تسل د څو ورځو راپه دې خوا د طالبانو سره بندیان دي.

سره له دې چې د خبریالانو د ملاتړ بېلابېلو ټولنو له طالبانو غوښتي، چې دغه او نور نیول شوي خبریالان دې ژر تر ژره خوشې کړي؛ خو طالبانو تر اوسه دغه غوښتنې نه دي منلي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته سمې نیمايي رسنۍ تړل شوې، خبریالان یې نورو هېوادونو ته یا کډه شوي او یا هم په افغانستان کې بې روزګاره ژوند تېروي؛ خو هغه خبریالان چې لا هم خبریالي کوي، د طالبانو له سختو بندیزونو، نیولو او ربړولو سره مخامخ شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button