هنر او ادب

“بې شرمه” د لنډو کیسو کتاب ته یوه کتنه

بې شرمه” د نصرت ارمان د لنډو کیسو ټولګه ده چې د ټولنې پر واقعاتو یې بحثونه کړي دي

د نصرت ارمان په دې آخرو کې د لنډو کيسو يوه ټولګه چې بې شرمه نومېږي چاپ شوه. دې کتاب په پښتو ادب کې يو ريکارډ جوړ کړ چې تقريباً په يوه هفته کې ټول خرڅ شو او د يو کتاب داسې په لويه کچه خرڅلاو او مينه موږ په دې قانع کوي چې دا يو شهکار ادبي اثر دی.

دې ټولګې د پښتو لوستونکو مينه له کتاب او داستان سره موږ ته راوښوده او دا يې موږ ته جوته کړه چې په نن وخت کې داستاني ادب څومره لوستونکي او مينوال لري.

له دې لنډو کیسو برداشت

د بې شرمه کتاب اکثریت لنډې کيسې د ريالېزم په پوله ولاړې دي او همدا يوازينی علت دی چې د دې ټولګې او ليکوال کيسې يې په لوستونکو او مينوالو ګرانې کړې دي.

د‌ دې ټولګې د کیسو ښه والی له دې هم مالومېږي چې د دې کتاب په منځ کې راټولې کيسې د کيفيت په لحاظ لوړې او عالي دي، کميت او ډېرښت ته يې ډېر پام نه دی شوی.

بې شرمه کتاب ټول ټال 110 مخونه لري چې 20 لنډې کيسې پکې راجمع دي.

نور ولولئ: عربي ژبه څنګه اسانه زده کړو؟

نور ولولئ: د طالبانو په راتګ د چاپ صنعت سقوط؛ طالبان وايي له اقتصادي ستونزو سره مخ لیکوالانو ته اثار چاپوو

نور ولولئ: په لغمان کې ادبي مشاعره

په دې ټولګه کې ځينې کيسې د دې پرځای چې پيل يې له يوې پېښې وشي، برعکس يوه پېښه پکې را شروع کېږي. د ډېری لنډو کيسو روانوالي او له لغت پرانۍ خالي توب هم د دې ټولګې کیسو ته ښکلا ور بښلې ده.

د موضوع په انتخاب کې دقت او په کيسو کې لويو او له منطق سره تړلو پيغامونو ته ځای ورکول، همدارنګه شعوري موضوعات انتخابول هغه څه دي چې د بې شرمه کتاب لنډې کيسې يې اعلی او ښايسته کړې دي.

د دې ټولګې د لنډو کيسو يوه بله ښه خوبي دا ده چې ليکوال يې موږ ته په کيسه کې يو کرکټر په داسې هنر ګران او بد اېشوي، چې تر مبالغې ځان نه پکې رسوي، يعنې له يو کرکټر نه سوچه ملايکه جوړوي او نه ترې پوره بدکاره.

416364160 380549287901386 1824461215607940506 n
انځور؛ د شرمه کتاب دی.

د لنډو کیسو پای باید څه ډول وي؟

د ځينو لنډو کيسو مبهم پای يې يوه بله ښه ځانګړنه ده، ځکه چې د لوستونکي په فکر کې اچول او هغه ته سوالونه را ولاړول، موږ د يوه ښه ليکوال په هنر قانع کوي.

د‌ کيسو په منځ منځ کې د غوټو راپيدا کول او هغه په پای کې خلاصول، همداراز ځينې لنډې کيسې د تمې خلاف پای ته رسول، د دې ټولګې د کيسو نورې غوره ځانګړنې دي.

خو له همدومره خوبيو سره سره ښه ادبي آثار هم له نیمګړتیاوو خالي نه وي….. بې شرمه کتاب که څه هم له ډېرو ښو ځانګړنو برخمن دی، خو يوه نيمه  نيمګړتيا يې هم ځان له موږ نه پټوي.

د دې ټولګې په ځينو کيسو کې له ليکوال په پيغام تمرکز دومره ډېر شوی چې د کيسې نور اړخونه ورسره پيکه شوي، ښه مثال يې “سکس د شرم کار دی؟” لنډه کيسه یادولی شو، په دې کيسه کې چې عمومي پيغام خپل ماشومان مخکې له مخکې د سکس په اړه پوهول دي، په همدغه پيغام په دې کيسه کې تمرکز دومره ډېر شوی چې د لنډې کيسې تصوير کښنه او….. ورسره پيکه او خپ شوي دي.

د دې ټولګې ځينې کيسې موږ ته بيان او روايت شوي دي، د تمثیل او ليدلو اړخ يې ضعيفه دی، همدارنګه د ځينو کيسو پيل په داسې ډول شوی دی چې لوستونکی نه ورسره اخلي، يعنې د دې پرځای چې کيسه په موږ خپله ځان ولولي، برعکس موږ بايد کيسه ولولو، ښه مثال يې “د سپۍ له برکته” لنډه کيسه ده، د دې کيسې پيل داسې شوی، لکه د پخوانیو نکلونو او يا لکه دې ماشوم د ادبياتو نکلونه او کيسې…

په ځينو کيسو کې د تلوسې ناڅاپي ډېرښت او بېرته پيکه توب، همدارنګه په بعضې کيسو کې د علت او معلول ترمنځ کمزورۍ او ځای ځای د مصنوعي صحنو راوړل د دې ټولګې د کيسو ځينې نورې کوچنۍ نيمګړتياوې دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button