سات تيري

تازه څېړنه: هغوی چې وايي، په هرڅه پوهېږي، لږ پوهېږي

نوي څېړنې په ډاګه کړې ده، هغوی چې وايي، په هر څه پوهېږي، لږ پوهېږي

کله چې په کوم ګرم بحث کې ښکېل شئ او احساس وکړئ چې په خپل نظر بشپړ باور لرئ، نو دې ټکي ته ښه پام وکړئ: څېړونکو موندلې چې څومره چې په خپل نظر کې ډېر ډاډه یاست، د دې احتمال ډېر دی چې ستاسو معلومات نیمګړي وي.

دا موضوع له کورنیو شخړو نیولې تر نړیوالو شخړو پورې پر ډیرو مسایلو صدق کوي.

موږ ټول له داسې حالت سره ښايي ډېر مخامخ شوي یوو: په ټرافیک کې بند پاتې یوو او له هغه «احمق» څخه شکایت کوو چې زموږ مخې ته ورو ورو موټر چلوي یا له هغه «لیوني» څخه چې زموږ تر څنګ په ډېر سرعت تېرېږي.

بېلابېل لیدلوري او بېلابېل قضاوتونه

خو که هغه څوک چې ورو موټر چلوي د احتیاط لپاره د ودونو کیک وړي، یا هغه چټک موټر یو ناروغ روغتون ته رسوي، نو بیا؟

په یوه په زړه پورې او نوې څېړنه کې، چې په PLOS ONE ژورنال کې خپره شوې، ښيي چې د دې ډول چټکو قضاوتونو دلیل د هغه څه له کبله دی چې څېړونکي یې «د معلوماتو د کافي والي خیال» بولي. دا زموږ هغه تمایل دی چې فکر کوو د سمې پرېکړې لپاره کافي معلومات لرو، حتا که په داسي حال کې چې لازم جزییات نه لرو.

آنګس فلچر، چې د دې څېړنې یو لیکوال او د اوهایو ایالتي پوهنتون د انګلیسي ادبیاتو استاد دی، وايي: «موږ وموندله چې خلک په عمومي ډول دا فکر نه کوي چې ښايي نور معلومات هم موجود وي چې په لا شعوري پرېکړو کې له هغوی سره مرسته کوي.

نور ولولئ: والدینو ته د ماشومانو د روزلو او باور ورکولو په اړه غوره لارښوونې

نور ولولئ: بریالي خلک تل پر ځان باور لري

نور ولولئ:  پر خلکو د باور کولو چل

په نننۍ نړۍ کې، چې له واکسینونو نیولې تر اقلیمي بدلون پورې په بېلابېلو موضوعاتو کې ګرم بحثونه روان دي، دا پوهه مهمه ده چې ولې خلک له دې سره سره چې معلوماتو ته لاسرسی لري، بیا هم متضاد نظریات لري.

دا څېړنه، چې د آنګس فلچر، هنټر ګلباخ (د جانز هاپکینز پوهنتون) او کارلي رابینسن (د سټینفورډ پوهنتون) له خوا ترسره شوې، ښيي چې موږ له قضاوت کولو څخه مخکې په فکر کولو لږ وخت لګوو او په دې فکر نه کوو چې کوم معلومات به مو ممکن له نظره پاتې شوي وي.

afghan 2025 01 04t083147.626

پخوانۍ څېړنه څه وايي؟

څېړونکو د ۱۲۶۱ امریکايي برخوالو په ګډون، چې د Prolific آنلاین پلاتفارم له لارې ټاکل شوي وو، څېړنه وکړه. دې څېړنې د یوې فرضي سناریو په اړه تمرکز درلود چې په یوه ښوونځي کې د یوې حیاتي پرېکړې په اړه وه: آیا باید له هغه ښوونځي سره چې د اوبو د سرچینې د وچېدو له امله له ګواښ سره مخ دی، یوځای شي که نه؟

ګډونوال په درې ډلو وېشل شوي وو. یوې ډلې ته د موجود وضعیت په اړه بشپړ معلومات ورکړل شول. دوو نورو ډلو یوازې جزوي معلومات ترلاسه کړل؛ یا یوازې د یوځای کېدو دلایل یا یوازې د مخالفت دلایل ورته وویل شول.

په زړه پورې موندنه دا وه: هغه کسان چې جزوي معلومات یې ترلاسه کړي وو، د پرېکړې کولو لپاره د هغو خلکو په څېر ډاډه وو چې بشپړ معلومات یې ترلاسه کړي وو.

آنګس فلچر وايي: «هغه کسان چې یوازې نیمایي معلومات یې لرل، په حقیقت کې د یوځای کېدو یا بېل پاتې کېدو په اړه په خپل نظر ډېر ډاډه وو نسبت هغو کسانو ته چې بشپړ معلومات یې لرل. دوی په بشپړ ډول ډاډه وو چې پرېکړه یې سمه ده، سره له دې چې ټول معلومات یې نه لرل.»

د ټولنیزو رسنیو کاروونکي ښايي دا ډول کسان وپېژني: هغوی چې په پوره باور مقالې شریکوي یا یوازې د سرلیکونو یا لنډو برخو له لوستلو وروسته نظر ورکوي، په داسې حال کې چې احساس کوي په بشپړ ډول خبر دي، حتا که د موضوع له مهمو اړخونو بیخي بې خبره هم وي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button