نړیوال خبرونه

ترکیه : افغانستان سره د ښه سیاسي اړیکو باندې ټینګار وشو

ترکیه کې د دیني عالمانو د غونډې ګډونوالو په یو پریکړه‌لیک کې له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې له افغانستان سره فرهنګي، سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي. په دغه پریکړه لیک کې راغلي چې اسلامي هیوادونه د اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو کې مهم رول لوبوي

د اتحادالعلماء کنفرانس

د اتحادالعلماء کنفرانس د پريکړه ليک يوه برخه کې راغلي: «علماء باید د اسلامي هېوادونو او د افغانستان اسلامي امارت تر منځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو په پراختیا او د اسلامي هېوادونو لخوا د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو کې مثبت رول ولوبوي. اسلامي امارت هم د دغې ناستې له پريکړه ليک هرکلی کوي. د اسلامي امارت مرستيال وياند، بلال کريمي وايي، چې د اسلامي هېوادونو عالمان کولای شي، چې د رسميت پېژندلو تر څنګ په نورو برخو کې د افغانستان لپاره ګټور اوسې

نور یی ولوله | هرات کې ښځو او نجونو فني او حرفوي زده‌کړو ته مخه کړې

نور یی ولوله | پاکستان ته د افغانستان صادرات ډېر شوي

د اسلامي امارت مرستيال

د اسلامي امارت مرستيال وياند بلال کريمي وايي: «دغه علما چې په خپرو ټولنو کې له پراخ رسوخ څخه برخرداره دي، هغوی دغه ماده تایید کړې، زموږ هیله دا ده چې ملموس نتایج ولري او په فرهنګي، ډېپلوماټیکو روابطو او د رسمیت پېژندلو او اقتصادي او ستونزو د حل په برخه کې هغوی د خپلو هېوادونو له حکومتونو سره د تشویق په برخه کې کار وکړي. 

د سياسي چارو ځينې شنونکي وايي، چې قدرتمند هېوادونه په زيات شمېر اسلامي هېوادونو نفوذ لري او د افغانستان د رسميت پېژندنې په برخه کې خاص رول نه لري. د سياسي چارو شنونکی رمضان بشردوست وايي: «ځینې یې د چین لور ته ګوري، ځینې یې د روسیې لور ته ګوري، ټول اسلامي هېوادونه یا د چین له لوري او یا هم د روسیې او امریکا له لوري زرغون څراغ ته په تمه دي

په ترکيه کې د د دينې عالمانو په دې ناسته کې د شپږ هېوادونو ديني عالمانو حضور درلود، چې پکې د اسلامي امارت وياند هم د مختلفو موضوعاتو په ځانګړې توګه له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو د خلاصېدو په اړه خبرې وکړې

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button