نړۍ خبرونه

جاپان تر سپوږمۍ او مریخ پورې بولیټ ټرېن (اورګاډی) جوړوي

که یو څوک تاسې ته ووایي، چې انسان به په راتلونکي کې وکولای شي چې په ټرېن یا اورګاډي کې بېلا بېلو سیارو ته لاړ شي، نو ایا تاسې به پرې یقین وکړئ؟

جاپان په داسې یوه پروژه کار کوي چې سپوږمۍ ته انسانان واستوي

که موږ په جاپانۍ ټېکنالوژۍ باندې یقین وکړو، نو لکه څنګه چې موږ ته په ساینس فیکشن فلمونو کې ښکاره کېږي، داسې په رښتیني ژوند کې هم تجربه کېدای شي. د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، جاپان په یوه داسې پروژه باندې کار کوي، چې د دغه پروژې له لارې به وکولای شي، چې انسانان په اورګاډي کې سپوږمۍ او مریخ ته ولېږي

پروژه به سیارونو یا فضا ته په سفر کې لوی بدلون وي

په جاپان کې د ټوکیو پوهنتون څېړونکو د یو مشهور تعمیراتي شرکت سره په دې پروژه باندې کار جوړ کړی دی، چې دغه پروژې ته د (The Glass) نوم ورکړل شوی دی او دا پروژه به سیارو یا فضا ته په سفر کې یو لوی بدلون او انقلاب راولي.

نور یی ولوله | د ښځو پر ځای یې د کور نارینه و ته دندې د طالبانو مالیې وزارت د ګارډین ورځپاڼې رپوټ رد کړ

نور یی ولوله | امریکا افغانانو لپاره د ایس ای وي ویزه اسانوي

جاپاني څېړونکو د سیارو ترمنځ سفر کوونکي دغه سیسټم ته د (Hexatrack) نوم ورکړی دی، چې په دې کې به د هیکساګونل هومره لوی کېپسول هم وي او دا به د عامو اورګاډو په څېر لوی هم وي او دا به د راکټونو د انجونو په مرسته ځي.

په راپور کې ویل شوي دي، چې د دغه پروژې په بشپړولو کې ښايي یوه روغه پېړۍ تېره شي، یعنې سل کاله کې به دغه پروژه بشپړه شي، خو دوی اوس هڅه کوي، چې تر ۲۵۰ کاله پورې د Mars Glass او Luna Glass اسانې نمونې جوړې کړي. همدا راز د دې لپاره به په ځمکه، سپوږمۍ او مریخ کې تمځایونه هم جوړېږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button