سفر خبرونه

جرمني، درېیم هېواد ته د کډوالو د استولو موضوع څېړي

د جرمني حکومت پرېکړه کړې څو درېیم هېواد ته د کډوالو د استولو موضوع وڅېړي

د المان حکومت پرېکړه کړې چې درېیم هېواد ته د کډوالو استولو پروسه وڅېړي او ټول اړخونه یې بحث کړي.

په جرمني کې ناقانونه کډوال ډېر شوي او جرمني هڅه کوي چې د یوې معقولې لارې په موندلو سره اوسني وضعیت ته بدلون ورکړي.

د جرمني حکومت پرېکړه کړې چې درېیم هېواد ته د کډوالو د استولو چاره وڅیړي، کوم کار چې د بریټانیا حکومت د ناقانونه کډوالو د فشار کموالي لپاره ترسره کړ، خو تر اوسه یې پایله بې ګټې ده.

د جوړې شوې طرحې بیا کتنه

د دویچه ویله د راپور پر بنسټ، د جرمني لومړۍ وزیرې اولاف شولتز د دغه هېواد د ایالتونو چارواکو ته د دې طرحې د بیاکتنې ډاډ ورکړی دی.

تر دې مخکې د جرمني بېلابېلو ایالتونو له مرکزي حکومته غوښتي و چې په درېیمو هېوادونو کې د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د ترلاسه کېدو پر «ملموس موډلونو» بیاکتنه وکړي.

نور ولولئ:  اروپايي ټولنه وايي افغانستان په نړۍ کې د اقلیم تر سختو اغیزو لاندې هېوادونو په لېست څلورم هیواد دی

نور ولولئ:  اروپايي ټولنه: له پاکستانه راغلو افغان کډوالو سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته کوو

د راپورونو پر بنسټ، جرمني په دې تړاو یو شمېر کارپوهانو سره خبرې کړې دي؛ خو د جرمني د کورنیو چارو وزیره نانسي فایزر ډاډه نه ده چې دغه طرحه دې په دغه هیواد کې د کډوالو وضعیت ته بدلون ورکړي.

اولاف شولتز دولتي چارواکو ته ویلي چې «د دې طرحې د بیاکتنې پروسې ته د دوام ورکولو لپاره قوي هوکړه شته»؛ خو ډېر دقت لازم دی.

afghan (51)
ناقانونه کډوال

دغه طرحه د فدرالي حکومت مشرانو غونډې ته وړاندې کېږي

نوموړې زیاته کړې چې پلان لري په دې هکله خپل وړاندیزونه د ډېسمبر په میاشت کې د فدرالي حکومت د مشرانو غونډې ته وړاندې کړي.

ورته مهال، تر اوسه څرګنده نه ده چې کوم هېواد دې ته چمتو دی څو له جرمني څخه پناه غوښتونکي ومني.

تر دې مخکې بریټانیا او ایټالیا روانډا او البانیا ته د ناقانونه کډوالو د استولو پرېکړه کړې وه؛ خو لندن یې تر اوسه په پلي کېدو کې پاتې راغلی.

دا موضوع داسې مهال راپورته کېږي چې ځینو افغانانو په جرمني کې د چاقو په واسطه ځینې الماني اتباع ټپیان او ووژل.

جرمني اعلان وکړ چې ځینې هغه افغانان چې توندلاري مسلمانان دي، بېرته به یې افغانستان ته ستانه کړي، خو دا پرېکړه لا هم وروستۍ شوي نه ده.

په جرمني کې مېشتو ګڼو افغانانو د وژل شوي پولیس له کورنۍ سره غمرازي هم وکړه او دغه کار یې یو جنایت یاد کړ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button