نړیوال خبرونه

د مرکزي بانک او ملګرو ملتونو سازمان د استازو لیده کاته شوي

مرکزي بانک او ملګري ملتونه

د افغانستان بانک مسوولینو په کابل کې د ملګرو ملتونو له استازو سره د ملي اقتصاد د ودې، د بانکي سیسټم د عادي کولو او د بشرپاله مرستو د همغږۍ په هکله خبرې اترې کړې دي.

د دوی په وینا په دغې ناسته کې دواړو لورو په ګډې همکارۍ ژمنه کړې ده. د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري وویل:«په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له استازو سره د ملي اقتصاد د ودې، د بانکي سکټورونو د فعالیت د عادي کولو او همدارنګه د بشري مرستو د همغږۍ په هکله کټور بحثونه وشول او دواړو لورو له یو بل سره د همکارۍ ژمنه وکړه. ورته مهال د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، لا هم له بانکونو د خپلو پیسو په ویستلو کې ستونزې لري او په وینا یې د افغانستان بانک لا تر اوسه هم دغه ستونزه نه ده حل کړې.

خلک نشي کولی له بانک څخه پیسې واخلي

د کابل اوسېدونکی نجیب الله عزیزي وايي:«موږ په ساعتونونو په تمه کوي، بیا په شپږو بجو د ۲۰۰ یا ۳۰۰ تنو کارتونه اخلی او نورو ته وايي چې ولاړ شئ او بله اوونۍ راشئ. د کابل بل اوسېدونکی سید احمد علیزاده هم څرګندوي:«خلک نه شي کولای چې په اسانۍ سره خپلې پیسې له بانکه واخلي، که هغه اوونیزه وي او میاشتنۍ وي په بشپړه توګه نه شي کولای چې په بشپړه توګه یې واخلي ستونزې شته

نور یی ولوله | افغانستان سری لنکا ته ماتې ورکړه

نور یی ولوله | اا: اسلامي نظام کې د ټولو هېوادوالو حقونه خوندي دي

له بل لوري د کانونو او صنایعو خونه ادعا لري چې، د افغانستان بانکونه لا هم نورو هېوادونو ته د پیسو د لېږد په برخه کې له محدودیتونو سره مخ دي او په وینا یې سوداګر نه شي کولی د پېرل شویو اومه موادو پیسې د دغو بانکونو له لارې ولېږي. د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان وايي:«دم کړۍ موږ له دوه ډوله محدودیت سره مخ یوو. نړۍوال محدودیتونه چې نه شو کولای د اومه توکو د پېرلو لپاره خپلې پسیې د بانکونو له لارې ولېږدو، د محدودیتونو له امله چې شتون لري. او کورني محدودیتونه هم شته چې نه شو کولای صنعتي او د پانکونې، او ودانیز پورونه ترلاسه کړو.

د ویلو ده چې د افغانستان د سوداګرۍ کسر څه باندې ۸۰ سلنې ته رسېدلی او سوداګر هم سوداګریز توکي له نورو هېوادونو راواردوي؛ خو لا هم له یوازینۍ ستونزې هغه هم د بانکونو له لارې د پیسو د نه لېږدېدو له امله کړېږي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button