کورني خبرونهنړیوال خبرونه

جنرال مکېنزي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو پښېماني ښودلي

هغه وايي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څارنګوالي خفه او پښېمانه دی

فرانک مکېنزي د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سینټکام) قوماندان و.

جنرال مکېنزي فاکس نیوز تلویزیون سره تازه مرکه کې ویلي، “باوري یم چې تاریخ به له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو او د وتلو د څرنګوالي پرېکړې په اړه د مرګونې تېروتنې قضاوت وکړي.”

نور ولولئ: د امریکا بهرنیو چارو وزیر له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه سمه وبلل

نوموړي همدا راز زیاته کړې چې تر اوسه په دې اند دی چې “امریکا باید په افغانستان کې ځواکونه ولري.”

هغه دا هم ویلي چې دی له افغانستانه د امریکا پر ګټو بریدونو لپاره د داعش د وړتیاو لوړېدو په تړاو د سېنټکام د قوماندانانو له ارزونې سره موافق دی.

داعش او القاعده نور افغانستان کې د امریکا لپاره ویره نه ده

دا په داسې حال کې ده چې تازه سي‌اېن‌اېن تلویزیوني‌ شبکې د دوو جګپوړو امریکايي چارواکو په حواله یوه رپوټ کې ویلي چې د دوی نوې استخباراتي ارزونې دا له امکان لېرې ګڼي چې القاعده دې بیا په افغانستان او پاکستان کې سر راپورته کړي.

دوی زیاته کړې چې د طالبانو لخوا د داعش خلاف عملیاتو د دې ډلې فعالیتونه هم محدود کړي، خو خطر یې په بشپړ ډول لمنځه نه دی تللی.

جنرال فرانک مکېنزې چې اوس متقاعد دی، د ۲۰۱۹ کال له مارچ د ۲۰۲۲ کال تر اپریل پورې د امریکا پوځ د مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) عمومي قومندان و.

مکېنزي له افغانستانه د وتلو پرېکړې سمې نه بولي

جنرال مکېنزي ویلي، په هغه بڼه چې امریکا په افغانستان کې خپل حضور پای ته ورساوه، ډېر پښیمانه دی.

نوموړی وايي فکر کوي چې بنسټیزې پرېکړې سمې نه وې شوې، په ځانګړي ډول هغه شان کې د امریکا د سفارت کارکوونکي، امریکايي وګړي‌ او افغانان نیغ په نیغه د خطر خولې ته ورکړل شوي وو.

د یادونې ده چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶مه یوه ځانمرګي بریدګر د کابل هوايي‌ ډګر په دروازه کې چې سلګونه کسان پکې دغه ډګر ته د ننوتلو لپاره راټول شوي وو، خپل چاودېدونکي واسکټ ته چاودنه ورکړه.

نور ولولئ: انتوني بلېنکن: طالبان باید خپل سیاست او رویې ته تغیر ورکړي

په دغه برید کې چې مسوولیت یې وروسته داعش ومانه، ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۷۰ افغانان ووژل شول.‌

دا په داسې حال کې ده چې د بایډن پلویان له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل پر وخت اقدام بولي، خو بل لورته یې بیا ځینې سیاسیون وايي چې په دې اړه باید تحقیقات وشي، تر څو معلومه شي چې ولې افغانستان کې د امریکا شل کلن ماموریت ناکام شو.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button