روغتیا

د افغانستان په جنوب کې د ماشومانو شدیده خوارځواکي؛ د مرستو کمښت زرګونه ماشومان له جدي ګواښ سره مخ کړي

د بې‌پولو ډاکټرانو سازمان (MSF) خبرداری ورکړی چې د ماشومانو شدیده خوارځواکي د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې په بې‌ساري ډول زیاته شوې او هره ورځ داسې ماشومان روغتونونو ته لېږدول کېږي چې د ژوند د ژغورلو لپاره بیړنیو روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.

دغه سازمان وايي، د نړیوالو بشري مرستو کمېدل، پرله‌پسې وچکالي، د خوړو نه‌خوندیتوب او د روغتیايي خدماتو محدودېدل د دې بحران اصلي لاملونه دي، او که بېړني اقدامات ونه شي، د ماشومانو شدیده خوارځواکي به لا پسې پراخه شي.

د ماشومانو شدیده خوارځواکي ولې په چټکۍ سره لوړېږي؟

د بې‌پولو ډاکټرانو سازمان په وینا، د نړیوالو مرستو د کمېدو اغېزې اوس په مستقیم ډول د افغانستان پر روغتیايي سیستم او د ماشومانو پر ژوند څرګندې شوې دي.

دغه سازمان یادونه کوي چې امریکا تر ۲۰۲۵ کال پورې د افغانستان د بشري مرستو تر ټولو لوی تمویلوونکی هېواد و، خو وروسته یې خپلې دوه‌اړخیزې مرستې ودرولې. یوازې په ۲۰۲۴ کال کې امریکا د افغانستان د بشري مرستو د پلان لپاره له ۷۳۶ میلیون ډالرو ډېرې مرستې برابرې کړې وې، چې د ټولې غوښتل شوې بودجې شاوخوا ۴۵ سلنه یې جوړوله. د ماشومانو شدیده خوارځواکي

61a734987e8da
This picture taken on November 22, 2021 shows a baby receiving treatment for malnutrition at a Doctors Without Borders (MSF) nutrition centre in Herat. – The UN’s children’s agency UNICEF estimates that some 3.2 million Afghan children under the age of five will suffer from malnutrition this winter. (Photo by Hector RETAMAL / AFP) / TO GO WITH Afghanistan-children-hunger,FOCUS by Caroline TAIX

همداراز، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د معلوماتو له مخې، د مرستو د کمېدو له امله د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې ۴۴۵ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیتونه ځنډېدلي دي. په دغو مرکزونو کې ۲۰۳ ګرځنده روغتیايي او تغذیوي ډلې هم شاملې وې چې د خوارځواکۍ په ژر تشخیص او درملنه کې یې مهم رول درلود.

دا هم ولولئ:  د قهوې په اړه نوې څېړنه؛ قهوه څنګه د بدن له زیان او زړښت سره مبارزه کوي؟

په هلمند او کندهار کې د ناروغانو شمېر په بې‌ساري ډول لوړ شوی

د بې‌پولو ډاکټرانو سازمان وايي، د هلمند او کندهار په هغو روغتیايي مرکزونو کې چې د دوی تر ملاتړ لاندې فعالیت کوي، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او اپرېل ترمنځ د شدیدې خوارځواکۍ له امله د بستر شویو ماشومانو شمېر د تېرو درېیو کلونو د همدې مودې په پرتله له ۳۰ سلنې ډېر زیات شوی دی.

د راپور له مخې، ډېری دغه ماشومان له یوه کال کم عمر لري او روغتونونو ته په داسې حالت کې رسېږي چې د ناروغۍ پرمختللي پړاو ته داخل شوي وي.

د افغانستان د جنوب لپاره د بې‌پولو ډاکټرانو د سازمان طبي همغږې کوونکې انا لیلیا باندا وایي، ماشومان ډېر ناوخته روغتیايي مرکزونو ته انتقالېږي او په هغه وخت کې یې روغتیايي وضعیت خورا نازک وي. د ماشومانو شدیده خوارځواکي

هغې ټینګار کړی چې دا یوازې د خوړو د کمښت ستونزه نه ده، بلکې دا هم ښيي چې هغه روغتیايي سیستمونه چې باید د خوارځواکۍ پېښې په لومړیو پړاوونو کې تشخیص او درملنه یې وکړي، اوس له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.

images 3

د میندو خوارځواکي د ماشومانو وضعیت نور هم خرابوي

د بې‌پولو ډاکټرانو سازمان په باور، پرله‌پسې وچکالۍ د کرنیزو حاصلاتو کچه راټیټه کړې، د خوړو ناامني یې پراخه کړې او د خلکو اقتصادي وضعیت یې سخت اغېزمن کړی دی.

سربېره پر دې، د سیمې سیاسي کړکېچونو او د پولو تړل کېدو د درملیزو خوړو او تغذیوي توکو پر رسولو منفي اغېز کړی او د خوراکي موادو بیې یې لوړې کړې دي.

دا هم ولولئ:  په سترګو باندې د سکرین اغیز

انا لیلیا باندا وایي، خوارځواکي یوازې طبي ستونزه نه، بلکې ټولنیز بحران هم دی. د هغې په وینا، ماشوم باید د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې د مور شیدې وخوري او وروسته مناسب تکمیلي خواړه ترلاسه کړي، خو کله چې خپله مور د خوړو له کمښت او خوارځواکۍ سره مخ وي، د ماشوم اړتیاوې هم نه شي پوره کولای. د ماشومانو شدیده خوارځواکي

د اړتیاوو کچه د مرستو له ظرفیت لوړه شوې

د هلمند د بُست ولایتي روغتون د تغذیې په مرکز کې یوازې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او اپرېل ترمنځ له ۱۵۰۰ ډېر شدید خوارځواکي لرونکي ماشومان بستر شوي، چې دا د ۲۰۲۲ کال د همدې مودې په پرتله له دوه برابره ډېر زیاتوالی ښيي.

په همدې موده کې د کندهار د تغذیې په مرکز کې هم له ۵۷۰ ډېر ماشومان بستر شوي او تر ۳۰۰ زیات نور ناروغان د درملنې لپاره نورو روغتیايي مرکزونو ته راجع شوي دي.

د بې‌پولو ډاکټرانو سازمان خبرداری ورکوي چې که نړیواله ټولنه او مرستندویه بنسټونه د روغتیايي او تغذیوي پروګرامونو د ملاتړ لپاره عاجل اقدامات ونه کړي، د ماشومانو شدیده خوارځواکي به لا پراخه شي او زرګونه نور ماشومان به له ژغورونکو روغتیايي خدمتونو بې‌برخې پاتې شي. د ماشومانو شدیده خوارځواکي

40f918b5 7c63 42f5 8461 2bf802ebbc84 1

د بې‌پولو ډاکټرانو اوسني فعالیتونه

بې‌پولو ډاکټران دا مهال په بامیان، هلمند، هرات، بلخ، کندهار، خوست او کندوز ولایتونو کې اووه روغتیايي پروژې پر مخ وړي. دغه سازمان په ځانګړي ډول په هلمند، کندهار او هرات کې د شدیدې خوارځواکۍ لرونکو ماشومانو د درملنې ځانګړي پروګرامونه هم لري.

دا هم ولولئ:  د کدو زړي د روغتیا لپاره ډیرې ګټې لري

د سازمان د شمېرو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې ۹ زره او ۳۸۸ ماشومان د دوی تر ملاتړ لاندې د تغذیې په مرکزونو کې بستر شوي او ۳ زره او ۱۶۶ نور ماشومان د بهرنیو ناروغانو د تغذیې په پروګرامونو کې شامل شوي دي.

کارپوهان خبرداری ورکوي، که د روغتیايي خدماتو ملاتړ، د خوړو خوندیتوب او بشري مرستې بېرته پیاوړې نه شي، د ماشومانو شدیده خوارځواکي به د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې لا پراخه شي او د زرګونو ماشومانو ژوند به له جدي خطر سره مخ کړي.

زرینه نوري

زرینه نوري یوه د ټولنیزو مسلو خبریاله ده چې د ښځو د حقونو، د زده‌کړې د لاسرسي، او د ټولنې د پرمختګ په اړه لیکنې کوي. د هغې راپورونه د ټولنیز بدلون، برابرو فرصتونو، او د افغان ښځو د ځواکمنېدو موضوعات روښانوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button