ژوند او ټولنه

جولای د تاریخ تر ټولو ګرمه میاشت وبلل شوه

د ۲۰۲۳ کال د جولای میاشت تر په تودخه کې د تاریخ ریکارډ خپل کړی دی

د اروپا د هوا پېژندې ادارې د ۲۰۲۳ کال جولای یا تېره میاشت د تاریخ تر ټولو توده میاشت بللې چې پکې د هوا تودوخه د ریکاډ تر کچې لوړه شوې وه.

دې ادارې ویلي، د سمندرونو د اوبو تودوخه هم د ریکاډ تر کچې پورته شوې ده.

بلخوا د خوړو نړیوال پروګرام وايي، افغانستان د نړۍ په کچه په هغو هېوادو کې دی، چې د اقلیمي بدلون ګواښ ورته تر نورو لوړ دی.

د یادې تودوخې زیاتېدل ناوړه پایلې لري

د اروپايي ټولنې د هوا پېژندې اداره وايي، د هوا په بېساري ډول ګرمېدل، ځمکې او د ځمکې اوسېدونکو ته ناوړه پایلې لري چې ویجاړوونکي توپانونه، ځنګلي اورلګېدنې او نورې طبیعي پېښې پکې شاملې دي.

دوی ویلي د ۲۰۱۹ کال په جولای کې د ځمکې د تودوخې منځنۍ کچه د سانتیګراد ۱۶ اعشاریه ۶۳ درجې وه، خو څلور کاله وروسته یعنې سږکال په دغه میاشت کې تودوخه شپاړس اعشاریه ۹۵ درجو ته رسېده.

نور ولولئ: اوزون ګاز څه دی، ولې ویجاړېږي او څنګه ساتل کېدای شي؟

دا په دې معنا ده په څلورو کلونو کې د نړۍ هوا صفر اعشاریه ۳۲ درجې توده شوې.

په ځانګړې توګه د جولای ۶مه تر ټولو توده ورځ بلل شوې تودوخه پکې ان د سانتیګراد تر ۱۷ اعشاریه صفر اته درجو پورته شوې وه.

د هوا ککړتیا لامل غازونه دي

ساینسپوهان وايي، د تېلو، ګازو او ډبرو سکرو په ګډون د سونتوکو پراخه کارونه د هوا تودېدو کې مهم رول لوبوي او که کنټرول نه شي اقلم لا نور اغېزمنولی شي.

د اقلیم بدلون د وچکالۍ لامل شوی او د ژويو ژوند یې هم له خطر سره مخامخ کړي

د اروپا د هوا پېژندې ادارې مرستیالې ‘سام بارجېس” ویلي، د هوا د تودوخې وروستۍ کچه ښيي چې نړۍ له جدي ناوړه پایلو سره مخامخېدای شي.

نور ولولئ: نوې ټکنالوژي به په امریکا کې د کاربون ځای ونیسي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش هم په وروستیو کې خبرداری ورکړی و چې د تودوخې “ویروونکی زیاتوالی” یوازې پیل دی.

هغه د کوټليو ګامونو پورته کولو غږ کړی او زیاته کړې یې ده چې د نړیوالې هوا د تودوخې دور پای ته رسېدلی خو د نړیوالې ایشدنې دور پیل شوی دی.

تیره اونۍ ساینسپوهانو ویلي وو چې د سمندري اوبو د تودوخې کچه هم د ریکاډ تر کچې لوړه شوې او د ناوړه پایلو خبرداری ورکړی و.

د ساینس پوهانو په وینا، تودوخه پولې نه لري او ناوړه پایلې یې د نړۍ لروبر ټول هېوادونه اغېزمنولی شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button