نړیوال خبرونه

حمدالله محب: د پخوانی ولسمشر اشرف غني کابل ته ستنېدو اوازې بې اساسه دي

د جمهوري نظام د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هغه اوازې، چې ګواکې ولسمشر اشرف غني کابل ته ځي، رد کړې او وایي چې دا ډول خبرونه بې اساسه دي.

له څو ورځو راهیسې پر ټولنیزو رسنیو داسې راپورونه او اوازې خپرېږي، چې ولسمشر محمد اشرف غني به په نږدې ورځو کابل ته لاړ شي.

د ولسمشر غني ورور حشمت غني، چې له سقوط وروسته تر ډېره له ولسمشر سره په دوبۍ و، هم منلې وه او ویلي یې و، که چېرته اړتیا شوه نو ولسمشر اشرف غني اماده ده چې کابل ته لاړ شي.

نور یی ولوله | کراچي کینګز لوبډلې دوه منفي ریکارډونه نور هم پخپل نوم کړل

  • خو اوس حمدالله محب پر ټویټر پاڼه دا اوازې رد کړې. هغه وایي چې:((کابل ته د ولسمشر اشرف غني د ستنېدو اوازې بې اساسه دي. ولسمشر غني تل د ټولو افغانانو لپاره پر یوې داسې تل پاتې سولې باورمند او ورته ژمن دی چې ارزښتونه په کې تر پښو لاندې نه شي.))

محب زیاته کړې ده، چې ولسمشر غني اوس هم د ولس د خیر لپاره د داسې اساسي بحث ملاتړ کوي چې د هېواد د ټولو وګړو استازیتوب په کې وي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button