نړیوال خبرونه

حکمتيار: افغانستان هيڅ کوم منتخب ریس جمهور نه لري

د حزب اسلامي امیر  ګلبدين حکمتيار وايي افغانستان اوس وخت کې هيڅ کوم ولسمشر نلري ، د غني په مشرۍ د حکومت هیڅ پروګرام کې ګډون نه کوو او نه د دويي په کوم پلان یا تصمیم کې برخه اخلو نوموړي د دې وړاندې هم په اوسني حکومت نیوکې کړي دي,

د دغه ګووند مشر ګلبدين حکمتيار له خوا په يوه خپره شوې اعلاميه کې ذکرشوي دي چې په افغانستان کې اوسمهال هېڅ منتخب ولسمشر نشته دى. هغه و زیاتوي د ولسمشر غني تر مشرۍ لاندې حکومت په هېڅ پروګرام کې به تر هغه پورې ګډون ونه کړي، چې له دوى سره د سولې د شوې هوکړې ټول موارد عملي شوي نه وي.

هغه د دولت د عالي شورا او سولې پروسه کې دهمکارۍ لپاره هم شرطونه وړاندې کړي دي. ګلبدين حکمتيار وايي، که د حکومت له لوري د سياسي اپوزيسيون په توګه منل کېږي، د سولې عالي شورا د دريو ګوندونو او پخواني ولسمشر له ترکيب جوړېږي او د سولې اړوند ټولې پرېکړې له دې درکه کېږي، نو دوى د سولې په پروسه کې همکارۍ ته تيار دي

نوموړي وايي، چې په افغانستان کې اوسمهال منتخب ولسمشر نشته دى، هغه د پېسو له نړيوال صندوق څخه د حکومت د پور اخيستو پرېکړې سره هم مخالفت ښکاره کړ، هغه وايي چې دغه رنګې قرض د افغانستان د اقتصاد لپاره خه ندۍ د افغانستان ګمرکونه دومره عواید نه لري چې بیا دغه قرض نه شي ادا کولۍ،

ګلبدین حکمتيار د دې وړاندې هم د دولت خلاف کړۍ او دغه دولت ېې د افغانستان لپاره ضرري بللۍ او ویلي دي چې دغه دولت د درغلیو په نتيجه رامنځته شوۍ دۍ باید بیا د سسر نه انتخابات وشي ترڅو افغانستان کې یو سیاسي اسلامي او ازاد حکومت ته رامنڅته شي او افغانان ازاد په ځان بسیا هېواد ولرو،

د ګلبدین حکمتیار دغه څرکندونو سره په اجتماعي شبکوکې  غبرګون ښودلۍ او ویلي ېې دي چې دغه رقم بیانونه د یو رهبر لخوا هيڅ خه خبره نده عاموخلکو په سوشل ميډیا کې په حکمتیار تور پورې کړۍ دۍ چې دا خبرې ملک سره خیانت دۍ او دا خبرې باید د رهبر د اددرس نه داسې څرکندونې د افغانستان او د افغانانو د اتفاق او اتحاد ته ضرر رسوي،  

اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې ټول هېوادوال او سیاسي څېرې باید ټول یو ځاۍ شي ترڅو افغانستان نورد دغې بد بختیو نه وژغورل شي سیاسي او جهادي رهبران باید د دغه رقم څرکندونو نه ډډه وکړي ترڅو بهرني قوتونه په دې پوه شي چې افغانان ټول سره په یو اتفاق دي او دښمن ته ماتې ورکولو کې بې اتفاقي نه لري،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button