کورني خبرونه

حکمتیار: له طالبانو سره د امریکا مرسته دا ښیي چې د افغانستان هوايي حریم پلورل شوی

ګلبدین حکمتیا وايي، د امریکا له لوري طالبانو ته د ډالري کڅوړو تر شا حتماً څه معامله شته چې هغه د هېواد هوايي حریم دی

دارنګه د اسلامي حزب مشر له طالبانو غوښتي، چې د امريکایي ډالرو او کڅوړو اخيستل زهر دي او تر شا شيطاني موخې لري.

شهادت ورځپاڼي له طالبانو څخه د حکمتيار په غوښتنو کې ليکلي، چې د «عمومي ګومان له مخې دا کڅوړې د هېواد د فضا د پېرلو بيه ده

د اسلامي حزب اړوند شهادت ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ د (غوايي ۴مه) له طالبانو څخه د دې ګوند د مشر ګلبدين حکمتيار ځنې غوښتنې نشر کړي.

امریکا د افغانانو پوروړي

ورځپاڼې د حکمتیار له قوله ليکي، چې امريکا زموږ پوروړې ده او باید د «يو میليون افغانانو د وژلو ديت» ترې وغوښتل شي.

هغه په دې اړوند زياتوي: « د امریکایي کڅوړو اخيستل زموږ په دين کې جايز نه دي او غيرت يې نه مني، امريكا زموږ پوروړې ده، د یو میليون افغانانو د وژلو ديت او د افغانستان د ورانولو غرامت بايد ترې وغواړو.»

نور ولولئ: ګلبدین حکمتیار بیا له اوسني استوګنځي لېږدول کېږي

نور ولولئ: طالبانو پر حکمتیار له بندیز وروسته د هغه د تلویزون خپرونې هم بندې کړې

حکمتيار له طالبانو څخه په خپلو غوښتنو کې ويلي، چې د تېر نظام فوځي او استخباراتي چارواکي تر وتلو وروسته د بیا راتلو ګواښونه کوي.

د نوموړي په خبره، چې ناټو او غړيو هېوادونو يې تر یو نیم لک زيات افغانان د «اشغال» پر مهال په دندو ګومارلي او اوس يې له ځانونو سره بېولي او په بېلابېلو ادارو کې په دندو ګومارلي دي.

نوموړي وايي: «د ناټو غړو هېوادونو تر يو نيم لک زيات هغه افغانان له ځان سره بېولي، د هغوى روزل، په بېلو – بېلو ډلو كي تنظيمول، جنگ ته سوقول، دفترونه، تلويزيوني چينلونه ورته جوړول، د نظامي عملياتو راپورونه يې خپرول روان دي، د مخنيوي لپاره يې بايد لازم تدابير ونيول شي.»

dollar packages
هغه ډالري کڅوړې چې د امریکا لخوا طالبانو ته ورکول کېږي.

افغانستان ته را روان ګواښونه

حکميتار له طالبانو غوښتي، چې د دې کسانو د راتګ او ګواښ د مخنيوي لپاره بايد «ټول ملت عمومي او ولسي مقاومت» ته چمتو شي او له خلکو څخه اخيستل شوي وسلې دي بېرته ورکړل شي.

هغه زیاتوي: «د دې ګواښونو مقابله يوازي يوه اساسي لاره لري؛ ټول ملت عمومي او ولسي مقاومت ته چمتو كول او له دوى چې كومې وسلې اخيستل شوي هغه بايد بېرته وركړى شي، اخيستل يې نه شرعي جواز لري او نه عقلي توجيه.»

شهادت ورځپاڼه زياتوي، چې حکمتيار طالبانو ته په پيغام کې تېرو تجربو ته په اشارې سره وايي، چې د «ملت پرته د داسي ګواښونو سره مقابله» ناممکنه ده.

د نوموړي په خبره، چې د «شوري او د امريکا د تجاوز پر وړاندې مقاومت پوځ نه بلکې ولسي جهاد و» چې دوی بريالي شول.

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار پرون دوشنبه هم په یوه بيان کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی؛ امریکا مجبوره کړئ، چې د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوي وکړي او له شرارتونو لاس واخلي او که یې نه مني نو سفارت یې باید محاصره شي او ټول امریکایان له افغانستانه و ایستل شي.

هغه یو ځل بیا ویلي دي، چې افغانستان تر اوسه په بشپړه توګه ازاده شوی نه دی او د هېواد فضا لا هم د امریکا په واک کې ده.

له دې وړاندې هم ګلبدین حکمتیار د طالبانو پر دریځونو کلکې نیوکې کړي او څو ځله د طالبانو له خوا له لیدنو کتنو او بیانونو منع شوی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button