نړیوال خبرونه

حکومت په کابل او ځینو ولایتونو ځینو سیمو کې چاڼیز عملیات پیل کړی

طالبانو اعلان کړی چې پلازمېنه کابل او د شاوخوا ولایتونو په ځینو سیمو کې یې چاڼيز عملیات پیل کړي. د طالبانو حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد له ټویټره په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دغو عملیاتو کې د دوی د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او همدا راز استخباراتو ځواکونه برخه لري او مشري یې د دفاع وزارت مرستیال ملا محمد فاضل مظلوم کوي.

طالبان وايي دا عملیات یې د دې لپاره پیل کړي چې په دغو سیمو کې د دوی په وینا “اختطافګر، شریر عناصر او نورو مجرمین” ونیول شي او لمنځه یوړل شي. د طالبانو اعلامیه کې دا یادونه هم شوې چې دغه کسان له مخکې د دوی د امنیتي ځواکونو لخوا تر کشف او څار لاندې دي او ګواکې نورو خلکو ته به زیان نه رسېږي.

نور یی ولوله | ناروې غونډه: متقي وايي هڅه کوي خپل حکومت نور هم ټولګډونی کړي

دې اعلامیه کې راغلي، “که څوک مجرم نه وي او یا له مجرمینو سره تړاو ونه لري، هغوی ته به هېڅ ستونزه نه وي، ټول خلک دې په خپلو کورنو او ځایونو کې په آرام پاتې شي او له خپلو امنیتي ځواکونو سره دې مرسته وکړي. طالبان دا عملیات داسې مهال پیلوي چې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهه وايي د پسرلي په رارسېدو سره به د طالبانو خلاف خپله وسله واله مبارزه پراخه کړي.

دا جبهه اوس هم وخت ناوخت پنجشېر، بغلان، کاپیسا، پروان او ځینو نورو سیمو کې پر طالبانو د غلچکي بریدونو ادعا کوي، خو طالبان دغه بریدونه نه تاییدوي او وايي دا جبهه افغانستان کې عملي فعالیت نه لري. له دې سره پر طالبانو دا تور هم دی چې د پخواني حکومت ځینې پوځیان د اختطافګرو او د داعش د غړو په نوم وژني.

یوه د پام وړ خبره د ملا محمد فاضل مظلوم لخوا د دغو عملیاتو مشري ده. هغه د طالبانو د تېرې دورې یو مخکښ پوځي مشر و چې هغه مهال یې ګڼو جګړو او د ډېرو سیمو نیولو کې یې برخه درلوده. هغه په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د ايتلاف له برید وروسته کندوز کې د عبدالرشید دوستم کسانو ته تسلیم شو.

خو ښاغلی دوستم وروسته هغه امریکایانو ته وسپاره او هغوي د ګوانټانامو زندان ته ولېږداوه. ملا فاضل په ۲۰۰۹ کال د قطر په منځګړیتوب د طالبانو له څلورو نورو مشرانو سره د امریکا د یوه یرغمل سرتیري په بدل کې له ګوانټانامو ازاد شول او په وروستیو کلونو کې یې له امریکا او مخکني افغان حکومت سره د سولې خبرو کې فعاله ونډه درلوده.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button