سیمه

خامنه‌ی حبیب الله سیاري لوی درستیز او احمد واحدي د استخباراتو مشر وټاکه

اړوند خبرونه: 

ډاکټر عبدالله عبدالله: پر ایران د اسرائیلو بریدونه نامشروع دي

د ایران د پارلمان رئیس: پر اسراییل برید ‘غاښ ماتوونکی ځواب’ دی

امریکا د اسرائیل پر وړاندې د ایران ګواښونه جدي بللي

د ایران سپاه پاسداران وبلي، چې ایت‌الله علي خامنه‌یي، حبیب الله سیاري د دغه هېواد د سرپرست لوی درستیز او احمد واحدي د سپاه پاسداران د مشر په توګه وټاکل. سپاه پاسداران په یوه بیان کې ویلي چې دوی نن د اسراییلو له لوري د حسین سلامي او محمد باقري له وژلو وروسته په دې دندو وګمارل شول.

له دې د اسراییلو د پوځ ویاند ویلي، چې ایران د اسراییلو په لور څه باندې ۱۰۰ بې پیلوټه الوتکې توغولي دي. د اسراییلو پر وړاندې د ایران د غچ اخیستونکي برید په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي. ایران هم تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

اسراییلو نن د ایران پر څو ښارونو برید کړی، چې د دغه هېواد اټومي تاسیسات، د بالستیکي توغندیو فابریکې او پوځي قومندانانۍ یې په نښه کړي دي. د ایران مذهبي مشر «ایت‌الله علي خامنه‌یي» ویلي، «صهیونیستي رژیم باید د سختې سزا په تمه و اوسي.»

ایراني رسنیو همداراز خبر ورکړی، چې د اسراییلو په هوايي برید کې د ايران د يورانيمو غني کولو مهم مرکز «نطنز» هم برید شوی دی.

سعودي عربستان پر ایران د اسراییلو بریدونه غندلي دي. د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې دا بریدونه د ایران پر وړاندې د اسراییلو ښکاره یرغل بللی او ویلي یې دي، چې د اسراییلو بریدونه د ایران حاکمیت او امنیت ته زیان رسوي، او د نړیوالو قوانینو او معیارونو څخه ښکاره سرغړونه ده.

دا هم ولولئ:  ایران ۱۴۹ زندانیان طالبانو ته وسپارل

ایراني رسنیو د راپور له مخې، له دغو بریدونو وروسته د تهران په نړیوال هوایي ډګر کې ټولې الوتنې ځنډول شوې دي. باید وویل شي چې د امام خمیني نړیوال هوایي ډګر د تهران له مرکزه څه باندې ۳۰ کیلومتره سوېل لوېدیځ کې موقعیت لري.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button