ژوند او ټولنه

خلک د ځان ښکلي کولو په خاطر کاسمېټیک عملیات کوي

نن سبا په نړۍ کې دا ډېر دود دي چې پېغلې او ځوانان د ځان ښکلي کولو لپاره کاسمېټیک عملیات کوي

نن ورځ په نړۍ کې د ډېر عمر لرونکي خلک د ځان د ښکلا لپاره پلاسټیک عملیات کوي. دوی په خپله خوښه غواړي چې پزه، د مخ ګونځې او نور ښایست برابر کړي.

د چا نه خوښېږي چې ښکلی/ښکلې ښکاره شي! خو که تاسې د ښکلا لپاره دې ته اړه شئ چې بېلابېلې لارې وازمايئ یا د ښکلا جراحي او کاسمېټیک عملیات وکړئ نو ایا تاسو به دې ته زړه ښه کړئ؟

نور ولولئ: د پرینکا چوپړا د کم سارې ښکلا راز

دا هغه پوښتنه ده، چې ډېر خلک یې د هو په ویلو سره ځواب وايي، ولې نه خو که پیسې ورته ولري.

د دوی تر څنګ بیا داسې کسان هم شته چې طبیعي ښکلا خوښوي او له دې هر څه ځان لرې ساتي.

د وجود د کومې برخې کاسمېټیک علمیات کوي؟

په هر حال، جذاب او ښکلې ښکاره کېدو لپاره سلیبریټیانو (مشهور کسان) له پخوا کاسمېټیک عملیاتونو او د ښکلا جراحیو ته مخه کوله خو اوس دا چاره په ډېره چټکۍ سره د عامو خلکو ترمنځ هم دود شوې ده.

نور ولولئ: د انجلینا جولي ښکلا لا هم مشهوره ده

ځوانان په دې هڅه کې دي چې د مخ غمبوري، پزه، شونډې، تندی او ویښتان یې ښایسته ښکاره شي، نو له همدې امله دوی یاد عملیات کوي. په دوی کې ډېر هغه کسان چې کلپونه کوي، دوی د هرمون پیچکارۍ هم کوي. خو په نړۍ کې نجونې بیا د سینو غټول او کوچني کول، د شونډو، غمبرو، زنې، وروځو او د بدن د نورو برخو د ښایسته ښکاره کېدو لپاره د کاسمېټیک عملیات کوي. دوی ددې علمیاتو په واسطه د مخ کاسه په هغه ډول جوړوي، څه ډول چې یې زړه غواړي او دا عملیات د پلاسټیک عملیاتو یوه برخه ده چې اکثره یې د پیچکاریو په واسطه ترسره کوي.

کاسمېټیک عملیاتو ته د ښځو او نارینه وو لېوالتیا

ډېر خلک فکر کوي چې یوازې ښځې د زړه راښکونکې ښکلا لپاره یادې لارې چارې خپلوي، خو نن سبا ګڼ شمېر نارینه هم دا ډول کړنلارې ته مخه کوي.

ډېری داسې کسان شته د کاسمېټیک عملیاتو بېلابېل ډولونه یې په ځان پلي کړي دي.

دغه کسان وايي: “ډېر کسان یادو عملیاتونو ته مخه کوي خو له بده مرغه نه یې وايي. کله چې له هغوی وپوښتئ، تاسو یو څه کړي دي بدلون درکې راغلی دی؟ دوی تاسو ته داسې احساس درکوي چې دوی هماغسې زیږېدلي دي او کوم بدلون چې په دوی کې راغلی طبیعي دی. ”

دوی زیاتوي، چې زیات شمېر نارینه ماډل او اداکاران کاسمېټیک عملیاتو ته مخه کوي خو عام خلکو هم ځانونه شاته نه دي پرېښي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button