ژوند او ټولنه

ډيری آلمانيان د نارينه وو د حاملګۍ د مخنيوي درملو له استفادې سره موافق دي

په آلمان کې د یوې نظرسنجۍ شاوخوا درې څلورمه برخې ګډونوالو ويلي چې غواړي د نارینه له پاره د حاملګۍ ضد درمل موجود وي

د نظرسنجۍ پوښتنو ته تر ډېره ځوانو نارینه وو مثبت ځوابونه ورکړي دي.

د فورسا په نوم ادارې د يوې نظرسنجۍ پر اساس، په آلمان کې ۶۱ سلنه نارینه او حتی ۸۳ سلنه ښځو د نارینه و له خوا د حاملګۍ ضد درملو له خوړلو سره موافقه ښودلې ده. دغه نظرسنجي د دوو تلویزیونو «آر ټي ال» او «ان ټي وي» لخوا ترسره شوې چې نتیجه يې د پنجشنبې په ورځ خپره شوې ده.

نور ولولئ: ایټالیا په ښوونځیو کې د جنسي زده کړو له تدریس ډډه کوي

د فورسا نظرسنجۍ پر اساس، اکثره نارینه وو ويلي دي چې دوی حاضر دي په خپله د حاملګۍ ضد له دغو ګولیو څخه استفاده وکړي. د ګډونوالو له منځه ۷۵ سلنې نارینه وو په دې هکله مثبت ځواب ورکړی و. ښځو بیا تر نارینه و هم ډېر، یعنې ۷۶ سلنه موافقه ښودلې ده.

خو په دغه نظر سنجۍ کې د عمر له لحاظه ښکاره توپيرونه موجود دي، د بېلګې په توګه هغه نارینه چې عمرونه ېې د ۱۸ تر ۲۹ کلونو دي، ۷۱ سلنه ېې له دغو درملو سره موافقه ښودلې چې دغه رقم په همدې عمر ښځو کې ۹۹ سلنه دی. خو د ۴۵ تر ۵۵ کلنو نارینه و ۴۵ سلنې او د همدې عمر ښځو ۶۶ سلنه ويلي دي چې دغه درمل ورته د یو انتخاب په توګه ګرځيدلی شي.

امريکايي روغتيا پالان هم وايي چې د حاملګۍ ضد درمل به بازار ته راوباسي

د فورسا نظر سنجي د امریکايي پوهانو تر هغه رپوټونو وروسته ترسره کيږي چې وايي ډېر ژر به د حاملګۍ ضد داسې درمل چې نارینه به ېې خوري، بازار ته راووځي.

په دې وروستيو کې د دغه ډول درملو کارول ډېر شوي دي او په بازار کې يې زيات مينوال پيدا کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې ځينې روغتيا پلان د دغه ډول درملو کارول ښه نه ګڼي او د بېلا بېلو ناروغيو د پيدا کېدو لامل يې ګڼي.

نور ولولئ: آيا طالبانو رښتيا په جنسي پاروونکو وسایلو بندیز لګولی؟

په ولسي کچه هم د داسې درملو د کارولو په باب دوه ډوله نظرونه شتون لري. ځينې په دې نظر دي چې د حاملګۍ ضد درملو کارول اړين دي او بايد ترې استفاده وشي خو برعکس ځينې نور يې بيا وايي چې د روغتيا او صحتمندۍ په تاوان دي او بايد په بازار کې يې پير او پلور لغوه شي.

موده وړاندې په افغانستان کې هم د ځينو جنسي درملو په کارولو د سرپرست حکومت لخوا د بنديز لګيدو راپورونه خپاره شوي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button