افغانستان

خلیفه سراج الدین حقاني: له نړۍ سره د مشروع تعامل خلاف نه یو

سراج الدین حقاني ویلي چې له نړۍ سره د مشروع تعامل په برخه کې هېڅوک هم مخالف نه دي

سراج الدین حقاني ویلي چې په افغانستان کې هېڅ استعمار ورته د منلو نه دی او نه هم دې ته غاړه ږدي چې کوم استعمار دې راشي او پر افغان خاوره دې ولکه ټینګه کړي.

د طالبانو کورنیو چارو وزير په خوست کې د قران کريم د تلاوت په يوه سيالۍ کې ګډونوالو ته وویل، چې دوی د نړۍ له هېوادونو سره تعامل او ښې اړيکې غواړي او په افغانستان کې استعمار ورته د منلو نه دی. سراج الدین حقاني زياته کړه، چې له نړۍ سره یې ګټې او اړتیاوې تړلې دي.

په افغانستان کې د شته ستونزو په اړه اندېښنې

د طالبانو د کورنیو چارو وزير سراج الدين حقاني د دوشنبې په ورځ په خوست کې يوې غونډې ته ويلي، چې خلک دې په افغانستان کې د شته ستونزو په اړه اندېښنه نه کوي. نوموړی داسې مهال دغه خبره کوي چې افغان ولس د نجونو او ښځو پر مخ د زده کړو د دروازو پرانېستل او د کار ورکولو اجازې هېڅ څرګ نه ښکاري.

نور ولولئ: سراج حقاني د ځینو طالب مشرانو پر کړنو ناخوښ ښکاري

نور ولولئ: د جدي۶ پر افغانستان د شوروي یرغل ورځ؛ سراج حقاني: د طالبانو په حکومت کې ځان غوښتنه نه منل کېږي

سراج الدین حقاني وویل، د دوی په نظام کې له نړۍ سره د مشروع تعامل په برخه کې هيڅوک مخالف نه دی.

هغه زياته کړه: «څنګه چی لویه دنیا یو تر بل متقابل تعامل لري، موږ هم د خپلې پاليسۍ له مخې په هغه تعامل کې ځان شریکول غواړو، ځکه زموږ منافع، زموږ ضرورتونه له دنیا سره هم په تجارت او هم په ډېرو مواردو کې تړلي دي.»

د جنګ له لارې واک ته رسېدل

د طالبانو کورنیو چارو وزیر وویل، چې دوی د هغو مخالف دی، څوک چې د جنګ په پایله کې دلته راځي او تحمیليږي.

خو د سیاسي چارو کارپوهان وايي چې طالبان په خپله هم د جنګ له لارې واک ته رسېدلي دي.

طالب چارواکي له نړيوالو سره د تعامل او اړیکو ساتلو په برخه کې بېلابيل نظرونه لري.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده څو ځله په خپلو ويناوو کې ويلي، چې د نړۍ پروا نه ساتي.

هغه د همدې کال د وږي مياشتي په ۲۲ مه نېټه په جوزجان کې يوې ولسي غونډې ته ویلي و، چې دوی د شریعت په لاره کې هېڅ قوت ته نه تسلیمیږي او نه هم معامله کوي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو په رژیم کې دننه هم زیات شمېر د نجونو د زده کړو پلویان دي، خو یو شمېر یې بیا مخالف دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button