سیمه ییز خبرونه

خلیلزاد: داعش په بلوچستان کې روزل کېږي

زلمی خلیلزاد وايي، داعش بلوچستان کې روزل کېږي او هلته خوندي ځایونه لري

‏زلمی خلیلزاد وايي، پاکستان په کور دننه له سختو سیاسي، اقتصادي او امنیتي ننګونو سره مخ دی، او سیمه یې هم ناامنه کړې ده.

‏د افغانستان او سیمې په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد چهارشنبې د (وږي ۲۱مه) په ایکس پاڼه د پاکستان د وروستي سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه لیکلي، چې د دغه هیواد په بلوچستان ایالت کې داعش وسله واله ډله خوندي مرکزونه لري او هلته روزل کیږي.

شنونکي وايي، چې دا مهال پاکستان له سختې سیاسي، امنیتي او اقتصادي بې ثباتۍ سره مخ دی چې دغو ستونزو ته د پاکستاني چارواکو له لوري هیڅ حل لارې نه دي لټول شوې.

د سیاسي مخالفانو نیول

ښاغلي خليلزاد د پاکستان د اوسني حکومت او امنیتي ادارو له لوري د پاکستان تحریک انصاف ګوند د اوو تنو غړو د نيولو په تړاو لیکلي، چې پاکستاني ځواکونه اوس ان سياسي مخالفان هم نيسي: «په پاکستان کې له جنرال عاصم منير څخه چې په اصل کې حکومت هم چلوي ناهيلي زیاته شوې، چې په دې سره ولسي اعتراضونه پراخ شوي. بلوچستان کې ناامني زیاته شوې، او هلته داعش ډله په کرارۍ سره راټولیږي او روزنه ترلاسه کوي. دغه بې ثباتي په سیمه کې ترهګرۍ ته لاره هواروي.»

نور ولولئ: دفاع وزارت: داعش په پاکستان کې زموږ پرضد روزل کېږي

نور ولولئ: المرصاد ورځپاڼه: نیول شوي داعشیان پاکستانیان دي

‏هغه وايي، د پاکستان اقتصاد لا هم د پيسو له نړۍوال صندوق خړوبیږي، او په دغه هیواد کې ناسم حالت به په نورو تکيه لا زياته کړي.

‏زلمي خلیلزاد په متحده ایالاتو کې راتلوونکي نوي حکومت ته وړانديز کړی چې د پاکستان د شته حکومت په اړه بايد ارزونه وکړي چې په کوم لوري روان دی او بيا هماغسې دریځ غوره کړي.

په خیبرپښتونخوا کې د ناامنۍ ډېرېدل

ښاغلی خلیلزاد د ۱۱م سبټمبر په پلمه ټویټ کې د پاکستان د بد امنیتي، سیاسي او اقتصادي وضعیت په اړه څرګندونې داسې مهال کوي، چې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې نا امني تر پخوا ډیره شوې او د حکومت په وړاندې اعتراضونه په پراخېدو دي.

د خیبرپښتونخوا په لکي مروت، بنو، باجوړ او ډېره اسماعیل خان کې پولیسو په احتجاج لاس پورې کړی او په خپلو سیمو کې یې له پاکستاني پوځ غوښتي چې د دوی له سیمو ووځي او دوی په خپلواک ډول د خپلو سیمو امن وساتي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان کې ورځ تر بلې ناامني ډېرېږي او کچه یې ورځ په ورځ لوړېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button