ژوند او ټولنه

په تېرو دورو کې د ماشوم پالنې په اړه د ارواپوهانو نظرونه

په نورو ټولنو کې ماشوم پالنې ته ډېره پاملرنه کېږي، دغه پاملرنه د ټولنو د پرمختګ لامل دی

ماشوم د ټولنې یوې لویې برخې په توګه د غوره ودې لپاره ټولو دورو کې مهمو پاملرنو ته شدیده اړتیا لري او دا ټول د ماشومانو حقونو له نظره مهم دي.

د مشهور ارواپوه اریک اریکسون له نظره د انسان رواني ټولنیزه وده اته پړاوونه لري. د پیدایښت لومړۍ کال د اعتماد د بې اعتمادۍ پر وړاندې دوره، خپلواکي د شرم او تهدید پر وړاندې له دوه کلنۍ تر درې کلنۍ ، نوښت د ګناه احساس درلودلو پر وړاند دوره له ۳ تر ۵ کلنۍ، زیار کاږل یا زیاکښي د حقارت پر وړاندې چې دا دوره له ۶ کلنۍ ۱۲ او یا ۱۳ کلنۍ پورې ، نوې ځوانۍ دوره چې له ۱۲ تر ۲۰ کلنۍ پورې وي او کس د خپل هویت په اړه یو ډول رواني لالهاندي لري، د ځوانۍ دوره له ۲۰ تر ۳۰ کلنۍ پورې چې دې دورې کې د صمیمیت د انزوا پر وړاندې احساس لري، منځنۍ عمر له ۳۱ کلنۍ تر ۶۰ کلنۍ پورې او په پای کې هم له ۶۰ کلنۍ بیا د عمر تر پایه پورې دورې دي.

د عمر کومه دوره ډېره د پام وړ ده؟

په یادو دورو کې له پیدایښت بیا تر ۱۸ او ۲۰ کلنۍ پورې دورې ډيرې د پاملرنې وړ دي او دې دورو کې ځانګړې رواني ټولنیزې پاملرنې ته اړتیا پیښیږي، چې هیڅکله باید پکې نېمګړتیا او بې پروايي رامنځته نه شي په تېره د ماشومتوب دورې کې اخلاقي او ټولنیزې اخلاقي برخې ته.

9f22047e56e2842a964a3509c8d75695b48c023f

د ژان پیاژه له نظره د ماشوم شناختي دورې څلور دي چې له پیدایښت تر دوه کلنۍ ته حسي حرکتي، له دوه کلنۍ څخه تر اووه کلنۍ دورې ته له عملیاتي مخکې دوره، له اووه کلنۍ تر لس کلنۍ عملیاتي عیني دوره، له ۱۱ کلنۍ تر ۱۵ کلنۍ عملیاتي تصوري دوره ده.

نور ولولئ: د اولاد په روزنه کې زموږ مسئولیتونه

نور ولولئ:  یو میلیون افغان ماشومان درانه کارونه کوي

نور ولولئ: د ماشوم نړیواله ورځ؛ ۱۶ میلیونه افغان ماشومان له لوږې سره مخامخ دي

د ژان پیاژه له نظره د ماشوم اخلاقي ودې دوره له اوه کلنۍ پیلیږي او دې دورې ته د قواعدو درک کولو دوره وايي. د ذهني ودې آخري دوره له ۱۱ کلنۍ تر ۱۵ کلنۍ پورې ده، چې یو ماشوم ذهني انګیرنې په منطقي قواعدو بدلوي او دې مرحلې کې ماشومانه انګیرنې داسې حالت ته اوړي چې پر عیني څيزونو سربېره د احتمالي او فرضي مواردو په اړه هم فکر کوي.

د ماشوم اخلاقي ودې برخه کې باید وویل شي چې درېیم پړاو کې ورو ورو ماشوم دا درک کوي چې ډیری اخلاقي قواعد د ټولنیزو قراردادونو له مخې دي، نو باید ټولنیزه وده وکړي. خپلوان او د ټولنې نور وګړي وپیژني او له هغوی سره د اړیکو پر څرنګوالي پوه شي او دا ټولنیزې ودې پورې تړلې. ټولنیزه وده د یو ماشوم لپاره داده چې د ټولنیزو اړیکو ټینګولو وړتیا ولري او د فردي اړیکو اصلیت او منطق درک کړي.

shutterstock 1247691913

د پورته یادونو موخه

له پورته روښانتیا مې موخه دا وه چې د ماشومتوب خوندیتوب ته زموږ په ټولنه کې د پاملرنې اوښتو او ددې برخې ودې ورکول زیات مروج شي؛ یادو پړاوونو کې ماشوم کورنی او ټولنیزه خوندیتوب تر لاسه کړي او ذهني اخلاقي ودې ته یې لکه څنګه چې اړینه ده پاملرنه وشي، چې په دې تړاو به هم ځانګړې مقاله ولیکم.

په جرمونو د نېول شویو ماشومانو روزنځای څخه مې یو وخت راپور چمتو کولو؛ هغه مهال راته ډیره د حیرانتیا خبره دا وه چې ډیری ماشومانو( له اتلس کلنۍ ښکته) د ۱۲ او ۱۸ کلنۍ تر منځ د غلا په ګډون بېلابېلو جرمونو لاس پورې کړی ؤ او پیل یې په همدې دورې کې ؤ. باور د بې باورۍ په مقابل کې او د خپل جنسیت په اړه اندېښنې او نا حل شوې پوښتنې ماشوم ته په همدې کلونو کې پیدا کیږي او دا دوره ځکه خاصې پاملرنې ته اړتیا لري چې د ماشوم کې د ارواپوهنې له نظره روحي رواني بدلونونه راځي. هغه پوښتنې چې ذهن کې یې لري باید ځواب شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button