نړیوال خبرونه

دامریکايي پوهنتون پخوانی برمته شوی استاد قطر ته ورسېد

کابل کې دامریکايي پوهنتون پخوانی ښوونکی ټیموټی ویکس چې درې نیم کاله یې د طالبانو په بند کې تېر کړي د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې توافق په مراسمو کې ګډون کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن پنجشنبه په خپل ټویټر پاڼې کې ویلي چې ښاغلی ویکس دوحې ته رسېدلی دی. د اسټرالیا اصلي اوسېدونکی ۴۸ کلن ټیموټي ویکس او ۶۰ کلن امریکايي کیفن کینګ د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د اګسټ په اومه کابل کې د طالبانو له خوا برمته شول

یادو کسانو کابل کې د امریکايي پوهنتون ښوونکي و چې د څه باندې درې نیم کاله بند وروسته را خوشې شول څلور میاشتې مخکې طالبانو دغه ښوونکي د خپلو هغو درې مهمو غړو هر یو انس حقاني، مالي خان، او عبدالرشید سره تبادله کړل چې د افغان حکومت په بند کې و

افغانستان سره د ټیموټي ویکس مینه اوس مهال ډېره شوې.

د ټویټر ځینې کاروونکي وايي چې د (افغانستان سوله) په نامه ټویټر پاڼه د ټیموټي ویکس پاڼه ده.

په دې پاڼې کې چې د ټیموټي عکس هم پرې شته تر ډېره د سولې پیغامونه خپریږي او د ټیموټي له قوله ویل شوي چې “طالبانو سره زما درې نیم کاله بند، دغه هېواد او افغانانو سره زما ژوند د تل لپاره ونښلوه.”

ټاکل شوې چې راروانه شنبه قطر کې د طالبانو او امریکا د سولې تړون لاسلیک شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button