نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

دبرتانیه مسلمانانو لندن برج کی د مینی او یوالی لپاره دری زره ګلابو ډالۍ ورکړی

 برتانیه   برتانیه

د مینې لپاره پر لندن برېج  وګړو  ته د ګلابو ډالۍ د برتانوي مسلمانانو یوې ډلې د مینې او یووالي لپار پر لندن برېج وګړو  ته ۳ زره ګلاب ډالۍ کړی. په دغه ځای کې نږدې اوونۍ وړاندې د ترهګریز برید له امله لسګونو وګړی مړه او تپیان شوی.

لندن برېج هغه پل  دی چې درې ترهګرو په ګڼه ګوڼه کې پر وګړو  د موټر خېژولو کوښښ وکړه او بیا یې  په چاکوانو ووهل. په هغه پېښه کې اته وګړی  وژل شوي او تر پنځوسو پورې ټپیان شو. د زرو ګلابونو ټولنه د زرو ګلابونو په نوم دا نارسمي ډله له دغه برید څخه  وروسته جوړه شوه. د دې ډلې مشري برتاتوي مسلمانان کوي وګړو  ۶۰۰ پونډه ورکړي چې ګلان پرې واخلي او هر هغه چاته یې ورکړي چې د دې غمیزې په ځای کې حاضر وو  د دې مراسمو تنظیموونکي وایي هر ګل باندې نړۍ ته د مینې پیغام درلود.

دې ډلې په خپل فېسبوک کې ویلي په داسې مهال  چې د هغه ټکان څپې لا هم شته موږ د هغو وګړو خلاف ولاړ یو چې بېلوي مونږ. یوې تنظیموونکې زکیه باسوا ویلي چی د لندن برېج پېښې څخه وروسته موږ د مینې ښودلو دا سمبولیک کار د هغو ټولنو لپاره کوو چې دې برید اغېزمن کړي. ټول پیغام دا دی چې مونږ  د لندن برېج یا بل پول غورځېدلو ته نه پرېږدو. د مسلمانانو د دې کار په اړه  ږګړی  څه وايي؟ ډېری هغه وګړی احساساتي وو چې د لندن برېج د ترهګریزې پېښې د قربانیانو د یاد لپاره یې له مسلمانانو دا ګلان لاسته راوړه.

دا هم ولولئ | کابل کی د پاسپورټونه ویش موقتی بند او نورو ولایتو کی روان دی

ډېری هغه وګړی احساساتي وو چې د لندن برېج د ترهګریزې پېښې د قربانیانو د یاد لپاره یې له مسلمانانو دا ګلان لاسته راوړه. دا هغه څه دي چې خلک یې باید په یاد وساتي سره له دې چې هرڅه شوي  دا لوی سمبول  که بل څه نه پر کېږي، خلک خو سره یو کوي د امریکا د ماساچوسټ ۶۱ کلنه نانسي کناټا وايي د دې

 لیدل ډېر خوند کوي زما په اند دا ښه ده چې مسلمانان دا کار کوي( په مسلمانه ټولنه کې هرڅوک دا بریدونه نه کوي) په هر دین کې ښه او بد وګړی شته  زه هیله منده  یم چې وګړی  به دا خبره را سره ومني. سیلانیان لندن برېج نه پرېږدي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button