نړیوال خبرونه

دبښنې نړیوال سازمان : امریکا باید دعامو وګړو دوژلو سم پلټنې سمه اراده ولري

دبښنې نړیوال سازمان : امریکا باید دعامو وګړو دوژلو سم پلټنې سمه اراده ولري.له هغه وروسته چې امريکا ومنله چې له افغانستانه يې د ځواکونو تر ايستلو څو ورځې له مخه ۱۰ بېګناه ولسي وګړي وژلي، د بښنې نړيوال سازمان دا لومړۍ مثبت ګام بللی دی.

سازمان ويلي، امريکا بايد اوس د دې پېښې بشپړو، شفافو او بې طرفه پلټنو ته هوډ وښيې.د لندن مېشت سازمان د کړکېچ د چارو لوړ پوړي سلاکار براين کاسټنر د سېپټمېبر پر ۱۷مه نېټه ويلي چې د امريکا له خوا دا اعتراف د کابل د وژنو په لړ کې د احستاب په برخه کې يو مهم ګام دی خو د ده په خبره نور هم ډېر څه شته چې بايد وشي.

20210920 143811

د امريکايي پوځ د مرکزي قوماندانۍ په پلټنو کې معلومه شوې وه چې د اګست ۲۹مې ډرون بريد کې يو مرستندويه کارکوونکی او د هغه د کورنۍ نهه کسان وژل شوي ول.

ښاغلي کاسټنر ويلي چې هر هغه څوک چې ورباندې د دې مجرمانه کړنې شک دی بايد په عادلانه محاکمه کې سزا شي. د ده په وينا، د وژل شويو کسانو کورنۍ ته بايد بشپړ تاوان ورکړل شي.

د دویي پر وینا باید ټول وګړي په سمه توګهوڅېړل شي تر څو په اینده کې ددغسې کړنو مخنیو وشي. اوافغانستان کې عام وګړي په سمه توګه خپل ژوند پر مخ ویسي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button