ځایی

د اختر په لمانځه کې د وعظونو په اړه ملایانو ته د حج او اوقام وزارت لارښوونې

د طالبانو تر کنټرول لاندې حج او اوقافو وزارت ملا امامانو ته امر کړی چې ملا هیبت الله پیغام خلکو ته ورسوي

د طالبانو تر کنټرول لاندې حج او اوقافو وزارت یوه اعلامیه خپره کړې چې په دغه اعلامیه کې د جوماتونو ملا امامانو ته ځینې لارښوونې شوي او ټینګار ورباندې شوی چې دغه لارښوونې باید عملي کړي.

یاد وزارت له ملاامامانو غوښتي چې د ملا هیبت الله په اختریز پیغام کې لارښوونې په پام کې ونیسي او نور خلکو ته یې هم ورسوي.

تېره ورځ ملا هیبت الله په خپل پیغام کې له ملا امامانو غوښتي وو چې په خلکو په اصلاح کې دې ونډه واخلي.

خلکو ته د ملا هیبت الله د اختریز پیغام رسول

د حج او اوقافو وزارت لپاره د طالبانو چارواکو په یوه اعلامیه کې د جوماتونو ملا امامانو ته یو لړ اوامر اعلان کړي.

په دې اوامرو کې راغلي، چې ټول ملا امامان باید د اختر د لمانځه پر مهال د طالبانو د عمومي مشر ملا هبت الله اخوند زاده اختریز پيغام خلکو ته واوروي.

نور ولولئ: د جوماتونو له ملایانو د ندا محمد ندیم غوښتنه: “د منبر له لارې د اعدام د حکم له عملي کېدو دفاع وکړئ”

نور ولولئ: د ملا هیبت الله اختریز پیغام؛ خپلمنځي اختلافات لا ژور شوي دي

د دې ترڅنګ ویل شوي، چې په ټول هیواد کې د کوچني اختر د لمانځه د اداء کولو لپاره وخت سهار اووه نیمی (۷:۳۰) بجې ټاکل شوی دی.

د اعلامیې په یوه بله برخه کې راغلي:« ترڅو د امنيت د لا ښه ټينګښت په برخه کې له اسلامي امارت سره اړینه مرسته او همکاري وکړي(یعنې د نظام ضد تبلیغاتو، مجلسونو او دامنیت دتخریب له عواملو څخه په کلکه ډډه او ورڅخه مخنیوی وکړي). امنیت یو ستر نعمت دی، بناءً خطیبان او امامان باید ولس ته پوهاوی ورکړي

د طالبانو د امیر د پیغام اړوند ټکي

د طالبانو په دې اعلامیه کې له خلکو غوښتل شوي، چې د پټاقیو او ډزو له کولو ډډه او د دوی د اوامرو عملي کولو ته غاړه کېږدي.

په ورته وخت کې د نظامي ادارو لپاره د طالبانو یو شمېر چارواکو د اختر لپاره د امنیتي تدابیرو خبر ورکړی.

هبت‌الله اخوندزاده یو ځل بیا په خپل اختریز پیغام کې د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت د فعالیتونو په پراخېدو ټينګار کړی او ویلي دي چې له ولایتونو وروسته به د متنفذینو او علماوو شوراګانو د جوړېدو لړۍ ولسوالیو ته وغځېږي.

د یادونې وړ ده چې ډېری افغانان د طالبانو له دا ډول پرېکړو سره همنظره نه دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button