د ازموینو اداره: چمتو یو چې د کانکور امتحان ترسره کړو
د ازموینو ملي اداره وايي، له ټاکلې نېټې سره سم يې د کانکور ازموینې لپاره بشپړ چمتووالی نیولی دی. د ازموینو ملي ادارې سرپرست زیاتوي، د هېواد ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینې ګډونوالو لپاره يې کارتونه چاپ کړي او ولایتونو ته يې استولي دي.
د کانکور ازموینه
د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالقدیر خموش وویل:«د دې اوونۍ تر پایه پورې به دې موږ ټول ګډون کوونکي د ۳۳ ولایتونو د کانکور کارتونه ترلاسه کړي چې د هغو کارتونو په بنا باندې به دوی د خپل امتحان د ورځې او بایوېمټریک د ورځې او محل نه خبر شي چې دوی په کومه ورځ بایوېمټریک لپاره راشي او کومه ورځ ازمویني ته حاضر شي. د ازموینو ملي ادارې په خبره، تر اوسه پورې سل زره داوطلبانو د کانکور ازموینې لپاره نوملیکنه کړې ده.
د ازموینو ملي اداره
ښاغلي خموش زیاته کړه:«هغه داوطلبان چې دولسم نه فارغ شوي وي او دې موږ د کانکور فورمه يې ډکه کړې ده، کوم ګډونوال چې دا فورمه ډکه کړې او د معارف لخوا تایید شوې ده او زموږ ادارې ته سپارل شوې ده زموږ ټول همدغه داوطلبان دي. بل خوا د دولسمو ټولګیو فارغان له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي، چې د کانکور ازموینه دې له ټاکل شوې نېټې سره سم واخیستل شي
نور یی ولوله | فیضاباد کې د یوه کتابتون له پرانیستل کېدو د فرهنګیانو او اوسېدونکو هرکلی
نور یی ولوله | د شانګهای غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د سولې ټینګښت خپل لومړیتوب وباله
پوهنتونونه لپاره د کانکور امتحان
د کانکور ازموینې نثار احمد وايي:«له وزارت څخه دا هیله لرم، چې د کانکور ازموینه په خپل وخت سره واخلي، ځکه موږ له ډېر وخت راهیسي په تمه پاتې شوي یوو. د کانکور ازموینې ګډونوال راحیب الله کاظیمي څرګنده کړه:«وزارت چې کومه نېټه اعلان کړې باید په همغه وخت واخیستل شي، ځکه ترڅو موږ یوه ښه ازموینه ولرو. د ازموینو ملي اداره داسې مهال د کانکور ازموینې لپاره له چمتووالي خبر ورکوي، چې د لوړو زده کړو وزارت ویلي، د ۱۴۰۱ هجري شمسي کال د کانکور ازموینه د تلې میاشتې په ۱۳، ۱۴ او ۱۵ مو نېټو اخیستل کېږي