نړیوال خبرونه

د اسلامي امارت د کابینې یو کال پوره شو

د اسلامي امارت سرپرست کابینه

د اسلامي امارت سرپرسته کابینه نن یو کلنه شوه، دا په داسې حال کې ده چې له یو کال وروسته هم د اسلامي امارت له لوري رسمي کابینه نه ده اعلان شوې او ټول وزیران د سرپرستانو په توګه خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

د اسلامي امارت ویاند یو کال مخکې په یوې خبري غونډه کې د سرپرست حکومت د کابینې د غړو نومونه اعلان کړل

ذبیح الله مجاهد د یوې شورا نه جوړېدل، د اساسي قانون نشتوالی او د حکومتوالۍ په چارو کې ځينې نور دغسې مسایل د رسمي کابینې د اعلان د ځنډېدو لاملونه ګڼي. ښاغلي مجاهد په دې هکله وویل:«اوس زموږ کابینه سرپرسته ده خو لاهم د ځينو حکمتونو په خاطر ده، ځکه په هېواد کې ځینې نیمګړتیاوې چې باید په حکومتوالۍ کې بشپړې شي پاتې دي، مثلاً موږ شورا نه لرو، اساسي قانون نه دی جوړ شوی، ځينې نور مسایل پاتې دي چې زموږ ملت راټول کړي او موږ یوه ثبات ته ورسېږو، وروسته نظام له سرپرستۍ وځي

نور یی ولوله | افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو لپاره نوي کمپاین پيل شوی دی

نور یی ولوله | امیر خان ممتقي د ډرون الوتکو په اړه څه ویلي دي؟

د اساسي قانون نشتوالی

له دې سربېره د یوه کال په تېرېدو سره لا تر اوسه هم سرپرست حکومت د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندلی شوی او نړۍوالې ټولنې تل په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی؛ خو کابل بیا په وار وار ویلي چې، اوسنی حکومت ټول ګډونه دی.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وویل:«موږ ته ووایه چې پوه شوو، تاسې څه ډول حکومت غواړئ، باور وکړئ تراوسه یې موږ ته ځواب نه دی راکړئ چې هغوی څه ډول حکومت غواړي او خو د افغانستان لپاره هغه حکومت اړین دی چې د افغانستان ستونزې حل کړي.

د چارو ځينې شنونکي د اسلامي امارت د سرپرستې کابینې په تړاو بیلابیل لید لوري لري. د سیاسي چارو کارپوه سید جواد سجادي وايي:«هغه ځای کې چې قانون نه وي، د حکومت او د خلکو اړیکه تعریف شوې نه وي، د حکومت جوړښت مشخص نه وي، د هرې قوې واکونه، مکلفیتونه او دندې بیان شوې نه وي، عملاً د رسمي کابینې اعلان شونی نه دی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button