د افغانانو لپاره د سټوډنټ(محصېلی) ویزه
هغه افغان محصلین چې غواړي چې د افغانستان څخه بهر پوهنتون ووايي نو لاندې شرایطو باندې باید ځان برابر کړي. تر څو ورته د محصلی ویزه ورکړل شي.
ضروري اسناد
اصلي پاسپورټ د رنګ فوټوکاپي سره.
بایومتریک عکسونه ۵x۵
اصلي الکترونیکي تذکره (ای تذکره) د رنګه فوټوکاپي سره.
د (د دولسم لیسانس یا ماسټری ) اسناد
د (لیسانس، ماسټر او پی ایچ ډي) لپاره د یوې تعلیمي موسسې د منلو وړ بیشنهاد لیک.
د لیسانس سند لپاره د IELTS ازموینې سند درلودل.
نور یی ولوله | افغانستان سره تر دې دمه تازه څومره مرستې شوې دي ؟
نور یی ولوله | د سپین بولدک لاره لا هم بنده ده
د ښوونځي اصلي سند ډیپلوم او کاپي سره چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت لخوا تصدیق شوی.
د غوښتونکي لپاره د مالي تضمین لیک چې هغه د زده کړې پرمهال ټول لګښت پوښي (بانک سټتمنټ)
د مالي تضمین کونکي د عاید ثبوت چې د تیرو 3 میاشتو بانک بیان پوښي که د بانک بیان د لومړۍ درجې خپلوانو (پلار، ورور او خور) څخه وي د تذکرې کاپي او د هغه شخص پاسپورت لازمي دی.
د ویزې صادرولو وروسته د سفر بیمه او ټي بي ټیسټ.
که چیرې د زده کونکي عمر د 18 کلونو څخه کم وي، نو اړینه ده چې د زده کونکي والدین قونسلګرۍ ته مراجعه وکړي او یو معیاري تړون ترلاسه کړي.
یوه لنډه یا معتبره ویزه صادره کړه
د یادولو ده چې دا پروسه شاید د دریو څخه تر څلورو میاشتو پورې وخت ونیسي تر څو یو محصل ته وړه یا ویلیډ ویزه ورته صادره شي