نړیوال خبرونه

د افغانستان درې نیم مېلیارډ ډالرو کنګل شویو شتمنیو لپاره د یوه صندوق جوړول

د افغانستان د شتمنیو د ساتنې لپاره فنډ

د امریکا مالیې وزارت د سویس دولت په ګډون له خپلو نړۍوالو شریکانو سره په همغږۍ د افغانستان د شتمنیو د ساتنې لپاره یو صندوق جوړ کړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه صندوق به د افغانستان د اقتصادي ننګونو په کمولو کې مرسته وکړي او د افغانستان بانک شتمنۍ به په‌کې خوندي شي.

انوار الحق احدي، شاه محمد محرابي، په سویس کې د امریکا سفیر او د سویس د بهرنیو چارو وزارت یو غړی د دغه صندوق د معتمدینو د پلاوي غړي دي او دوی به د افغانستان د شتمنیو د څرنګوالي په اړه پرېکړې وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ونډي شرمن وړايي: «امریکا او شریکان یې یو مهم ګام مخ پر وړاندې ږدي؛ څو دا ډاډ ترلاسه شي چې، د افغانستان د خلکو د ستونزو د راکمولو او د اقتصاد د ښه والي لپاره کېدای شي له ډېریو سرچینو په داسې حال کې چې، طالبان ځواب ویونکي ګڼي، کار اخیستل کېږي

د افغانستان کنګل شوی پیسې

د افغانستان د اقتصادي څېړنو د مرکز رییس وايي، دغه ۳٫۵ میلیارډ ډالره به د افغانانو د لوږې د لمنځه وړلو لپاره ونه کارول شي او په وینا یې دغه پیسې به د اقتصاد د پیاوړتیا، د افغانیو د چاپ او د برېښنا په څېر د لویو وارداتو په برخو کې ولګول شي چې، دا د هېواد په ګټه نه دي

نور یی ولوله | د افغانستان کنګل شویو پیسو په اړه د امریکا اعلان

نور یی ولوله | د افغانستان حکومت د ساختار او بڼې په اړه د ایران دریځ

د افغانستان د اقتصادي څېړنو مرکز رییس محمد اصف ننګ وايي: «مالکیت حق ګټه له منځه ځي، دویمه مساله د یوې ټولنې ټاکل دي چې دا شورا له افغانستان بېرون ده او درېیمه مساله دا ده چې تر څو پیسې خپله د یوه هېواد په مرکزي بانک کې نه وي، که په بل هر ځای کې وي، هغه موخې نه‌شي تر لاسه کېدای د کومو لپاره چې دا شتمنۍ جوړې شوې دي.

د افغانستان پیسې

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وايي: «له ۳٫۵ مېلیارډ ډالرو څخه ګټه اخیستل چې د افغانستان د شتمنیو پشتیوانه ده، د څلورو ملګرو تر نظر لاندې چې دوه یې افغانان دي او دوه نور یې نور دوستان دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button