نړیوال خبرونه

د افغانستان کنګل شویو پیسو په اړه د امریکا اعلان

د افغانستان د کنګل شویو پیسو یوه برخه خوشې کړي

د امریکا د خزانه دارۍ وزارت په یوې اعلامیه کې وايي چې د دغه هېواد دولت پرېکړه کړې چې د افغانستان د کنګل شویو پیسو یوه برخه ازاده کړي.

پتېل شوې ده چې دغه پیسې به د سویس په بازل ښار کې د نړۍوالو حسابونو د تسویه بانک ته ولېږدول شي او د بشري پاله مرستو او د افغانستان د پیسو د ثبات په برخه کې به ولګول شي. د امریکا د خزانه دارۍ وزارت په اعلامیه کې راغلي:«دا ۳،۵ مېلیارد ډالر به د خوندیتوب او هدفمنو ورکړو په موخه ولګول شي ترڅو د افغانستان د اقتصاد له لازیات ثبات سره مرسته وکړي. امریکایي چارواکو ویلي، ترهغه چې د افغانستان بانک له سیاسي لاسوهنې خلاص نه شي، هېڅ پیسې به د افغانستان بانک ته و نه لېږدول شي.

د افغانستان کنګل شوی پیسي

له بلخوا د اقتصاد وزارت وایي چې باید د افغانستان کنګل شوې شتمني آزاده او د اسلامي امارت په واک کې ورکړل شي ترڅو په بنسټیزو پروژو کې ولګول شي. د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وویل:«ازادې شوې پیسې باید د افغانستان دولت په واک کې ورکړل شي او د افغانستان د پراختیايي، بیخ بنسټیزو برخو کې او همدارنګه د افغانستان د پیسو د ملاتړپه توګه به دا پیسې ولګول شي.

نور یی ولوله | د افغانستان حکومت د ساختار او بڼې په اړه د ایران دریځ

نور یی ولوله | د قلم لار بنسټ: د نجونو ښووڼخي باید ژر تر ژره پرانیستل شي

د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي چې په بشردوستانه چارو کې افغانستان د شتمنیو لګول به د هېواد پر اقتصاد منفي اغېز وکړي. د اقتصادي چارو کارپوه شاکر یعقوبي وویل:«د سویس یوه بانک ته د افغانستان له شتمنیو د ۳،۵ مېلیارد ډالرو لېږد تر ډېره یوه سیاسي او اقتصادي سیاست ته ورته دی، چې له دغه تکتیکه په استفادې وکړای شي له نړۍوالو فشارونو او نیوکو لرې پاتې شي.

د امریکا لخوا د افغانستان پیسې به زر ازادې شي

د مالي او بانکي چارو کارپوه سیر قریشي هم څرګندوي:«له دغو شتمنیو د پیسو د ثبات د خوندیتوب او همدارنګه له رقابتي بیو سره د صادراتو خوندیتوب او د نقدینګۍ په برخه کې، د کړکېچ او د ډاډ د رامنځته کېدو په وخت کې د پانګوالو لپاره استفاده کېږي. د افغانستان څه د پاسه نهه مېلیارد ډالره اسعاري شتمني په بهرنیو بانکونو کې کنګل شوې چې له دې جملې اووه مېلیارد ډالره یې د امریکا په بانکونو کې ساتل کېږي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button