سپورټ

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال لوبډلې د لوبغاړو نوملړ د آسیایي جام له پیل مخکې اعلان شو

اړوند خبرونه: 

د افغانستان کرېکټ بورډ؛ یونس خان د افغان لوبډلې روزونکی وټاکل شو

د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې

کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

د آسیا د ۱۷ کلنو فوټبال سیالۍ د پنجشنبې په ورځ، د حمل ۱۴مه ۱۴۰۴ (یوازې دوه ورځې وروسته) په عربستان کې پیل کېږي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن د ۱۷ کلنو لوبډلې وروستی نوملړ اعلان کړ. فدراسیون دا نه ده څرګنده کړې چې د افغانستان لوبډله له څو لوبغاړو سره عربستان ته تللې او کوم لوبغاړي د نوملړ څخه لرې شوي دي.

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال لوبډله د الیاس احمد منوچهر په روزنه کې د حمل په ۹مه نېټه عربستان ته روانه شوه.

د دې لوبډلې د اعزام پر مهال، فدراسیون دا نه وو اعلان کړي چې ټیم له څو لوبغاړو او کوم ترکیب سره عربستان ته تللی دی.

نن فدراسیون اعلان وکړ چې الیاس احمد منوچهر د ټیم وروستی نوملړ اعلان کړی دی، چې ۲۳ لوبغاړي یې لوبډلې ته بللي دي؛ په داسې حال کې چې ټیم په عربستان کې د تمریناتو په حال کې دی او د سیالیو د پیل لپاره چمتو کېږي.

د لوبغاړو نوملړ:

دروازه‌ ساتونکي: فضل‌الدین امینی، عبدالرحیم رسولی، محمد مرادی

نور لوبغاړي: شکیب امیري، نوید محبوبي، نصیر احمد محمدي، محمد نوروزي، سید نویدالله سادات (کپتان)، محمد میلاد نوري، ضمیر شجاع، آرش احمدي، ساحل سروري، محمد وارث شیرزی، ویس‌الدین ولي‌زاده، نوید احمدي، محمد وارث رازقي، عزت‌الله رحیمي، باسط ابراهیمي، یاسر صافي، نذیر احمد نیازي، فرهاد امیري، عظم‌الدین حاجي‌زاده، مصطفی رضایي

د افغانستان ټیم د آسیایي جام په درېیم ګروپ کې د سویلي کوریا، یمن، او اندونیزیا سره په یوه ګروپ کې دی. د آسیایي جام ۱۷ کلنو سیالۍ د حمل له ۱۴مې تر ۳۱مې پورې په عربستان کې ترسره کېږي.

د سیالیو مهالویش:

افغانستان او یمن: د جمعې ورځ، د حمل ۱۵مه ۱۴۰۴، د ماښام ۲۱:۴۵

افغانستان او سویلي کوریا: د دوشنبې ورځ، د حمل ۱۸مه ۱۴۰۴، د ماښام ۲۱:۴۵

افغانستان او اندونیزیا: د پنجشنبې ورځ، د حمل ۲۱مه ۱۴۰۴، د ماښام ۲۱:۴۵

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button