نړیوال خبرونه

د افغانستان لپاره د امریکا کمک رسولو په موخه د اسانتياوو برابرولو په موخه غور کیږي

د امریکا د یوه چارواکي له قوله رپوټ ورکړل شوی چې د امریکا حکومت په راتلونکې ورځو کې له افغانستان سره د مالي کمکونو لپاره د جواز صادرولو په اړه غور کوي دا خبري یوه ورځ وروسته له هغه چې اسلام آباد کې له افغانستان سره د بشري کمکونه لپاره نړیواله غونډه پای ته ورسېده د دې امریکايي چارواکي له قوله ویل شوي چې یوه غونډه کې پر دې خبرې شوې چې د امریکا حکومت په دې غور کوي چې څنګه کېدای شي لګول شوي مالي محدودیتونه نرم کړل شي چې نړیوال مرستندویه بنسټونه وکولی شي افغانستان ته بشري مرستې ورسوي

خو لا اوس هم د افغانستان د شاوخوا لس میلیارده ډالرو برخلیک نه دی معلوم چې د امریکا له خوا کنګل شوي دي. دې چارواکي په دې اړه زیاته کړه چې د امریکا حکومت ځکه دې برخه کې اقدام نه شي کولی چې دا مسله د قضايي قوې تر لاس لاندې ده دي وایی، چې په تېرو څو اونیو کې امریکا افغانستان ته د ۱۵۲ میلیونه ډالرو کمکونو رسېدو کې همکاري کړې ده. داسې ښکاري چې امریکا غواړي افغانستان د کمکونو رسولو چاره کې مخکښ رول ونه لري

نور یی ولوله | روسیې په خپل ګاونډیو هیوادونو کې د ناټو پر فعالیتونو د سختو بندیزونو غوښتنه کړې

همدې مسلې ته په ضمني اشارې سره دې چارواکي ویلي اوس د دې وخت دی چې د سیمې هېوادونه او متحدین یې له افغانستان سره د کمکونو لپاره لاس یو کړي. ده ویلي د امریکا ولسمشر دا خبره روښانه کړې او ویلي یې دي چې امریکا له افغانستان ووځي چې د امریکا پر بېړنیو ملي ګټو تمرکز وکړي

پرون ورځ اسلام آباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو بېړنۍ غونډه جوړه شوې چې له افغانستان سره د بېړنیو بشري مرستو په اړه په کې خبرې وشوې دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې له افغانستان سره د مرستې لپاره یو مالي صندوق او د خوړو پروګرام جوړ شي د غونډې کډونوالو ټېنګار وکړ چې مالي بندیزونه او محدودیتونه چې اوس د طالبانو پر رژیم لګول شوي دي، باید د بشري مرستو پر وړاندې خنډ نه شي

وړاندې نړیوالو مرستندویه بنسټونو اعلان کړی چې که د له ژمي را رسېدو وړاندې بېړنۍ مرستې ونه شي نو ښايي دغه هېواد کې بشري ناورین رامنځته شي پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته افغانستان کې بې کاري زیاته شوه ، بیې لوړې شوې او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې افغانۍ را ولوېدلې ده

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button