نړیوال خبرونه

د افغانستان مشهور سندرغاړی سلام لوګری مړ شوی

د افغانستان مشهور سندرغاړی سلام لوګری چې په پښتو او دري ژبه يې سيمه ييزې سندرې ويلي د ۸۶ کلونو په عمر مړ شوی دی. د نوموړي خپلوانو رسنيو ته ويلي چې ښاغلی لوګری له اوږدې مودې ناروغ و، چې پرون ومړ او د لوګر محمداغه ولسوالۍ کې خاور ته وسپارل شو.

یو خبري اژانس د نوموړي د زوم له خولې وايي چې هغه له تېرو اتو کلونو راهيسې ناروغ و او په دې وروستيو کې يې نه يوازې د سترګو ليد له لاسه ورکړی و، بلکې له پښو هم لوېدلی و. ښاغلي لوګري څه د پاسه څلوېښت کاله سندرې ویلي وې او د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون د هنر په څانګه کې يې کار کړی و.

نور یی ولوله | محمد شهزاد ښه توپوهنه وکړه، خو لوبه د نوین الحق لوبډلې وګټله

د افغانستان راديو جوړېدو وروسته يې د لوګر موسيقۍ ځانګړي سبک کې ګڼې سندرې ثبت کړې وې. په ۲۰۰۳ کال کې د افغانستان اطلاعاتو او کتلور وزارت سلام لوګري ته د استادۍ لقب ورکړ.

د افغانستان د ملي موسيقۍ د انستيتويت مشر احمد ناصر سرمست د نوموړي مړينه د افغانستان موسقيۍ په ځانګړې توګه د لوګرۍ سبک ته ستر زيان بللی او وايي د دغې سيمې موسيقۍ ته یې ډېر خدمت کړی دی. سلام لوګري د محلي او لوګرۍ موسيقۍ په دودولو کې پراخه ونډه لرله.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button