نړۍ
رجحان

د المان لخوا افغانستان ته د مجرمانو د ستنولو د لړۍ پیل

جرمني په لومړي ځل ۲۸ مجرمان افغانستان ته ستانه کړل

جرمني داسې مهال د مجرمو افغانانو د ایستلو یا ستنولو لړۍ پيل کړه چې زیات شمېر افغانانو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنو وروسته دغه هېواد ته پناه یوړه.

د شپېګل په نوم جرمن رسنیۍ وايي، دغه هېواد نن د ۲۸ «مجرمو» افغانانو اېستلو سره د هغو افغانانو د اېستلو لړۍ لړۍ پیل کړه چې په دغه هېواد کې «جرمي سابقه» لري.

دغه ورځپاڼه زیاتوي، دغه افغانان د جرمني‌له بېلابېلو ایالتونو په یوه پرواز کې له لایپزیګ هوايي ډکر کابل ته ستانه کړل شول.

شپیګل لیکلي، چې د جرمني حکومت د هر یوه «مجرم» کډوال ته ۱۰۰۰ یورو هم ورکړې دي.

دې ورځپاڼې لیکلي، چې د جرمني حکومت د قطر په منځګړیتوب له طالبانو سره په غیر مستقیم ډول د «مجرمو» افغان کډوالو پر اخراج خبرې کړې دي.

له طالبانو سره له مخامخ خبرو کولو ډډه

په دغه راپور کې راغلي، د جرمن حکومت له لېوالتیا سره د انالنا بربوک په مشرۍ د بهرنیو چارو وزارت د مجرمو افغانانو د اېستلو لپاره له طالبانو سره د هر ډول مخامخ خبرو مخالف و.

د دې راپور له مخې جرمني د مجرمو افغانانو د اېستلو لپاره د افغانستان د کاونډیو هېوادونو په ځانکړي ډول له ازبکستان سره په خبرو بوخت دی.

په جرمني کې د افغان او سوريايي کډوالو د اخراج په اړه بحث په دغه هېواد کې د افغان کډوالو له خوا تاوتریخوالي له څو پېښو وروسته زیات شوی دی.

نور ولولئ | اروپايي ټولنه وايي افغانستان په نړۍ کې د اقلیم تر سختو اغیزو لاندې هېوادونو په لېست څلورم هیواد دی

نور ولولئ: | اروپايي ټولنه: له پاکستانه راغلو افغان کډوالو سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته کوو

د روان کال په غبرګولي میاشت کې په جرمني کې د یو افغان لخوا پر یوې غونډې برید وروسته په دغه هېواد کې د هغو افغانانو د اېستلو په اړه فشارونه زیات شول، چې په بېلابېلو جرمنو کې لاس لري.

پر یوه غونده د سلیمان عطايي برید

سلیمان عطايي چې د افغانستان اوسېدونکی دی، د غبرګولي میاشتې په ۱۱مه نېټه د اسلام ضد یوې ښي اړخې ډلې پر یوه غونډه برید وکړ، چې یو پولیس افسر یې لومړی ټپي او بیا یې په روغتون کې ساه ورکړه.

تر دې مخکې د جرمني لومړي وزیر ویلي وو، چې د «مجرمو» افغانانو او سوريايي کډوال د اخراج لړۍ به ډير ژر پيل شي.

هغه افغان او سوریايي کډوال چې په جرمني کې په بېلابېلو جرمنو کې ښکېل دي، د جرمني یا المان د دولت لخوا ایستل کېږي او بېرته افغانستان ته ستنېږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button