سات تيري

د انسان په وجود کې د پښتورګو رول

د انسان په بدن کې د پښتورګو رول څه دی او ددغه غړو ناروغي څه ډول دي؟

د انسان په وجود کې د پښتورګو دنده خورا پېچلي او مهمه ده، خو که دا برخه زیانمنه شي، نو د انسان روغتیا له ګڼو کړاوونو سره مخامخ کېدلی شي.

پښتورګي د انسان د بدن یو له مهمو غړو دی، چې اصلي دنده یې د ادرار له لارې له بدن څخه فاضله مواد لېرې کول دي.

د دې کار لپاره پښتورګي له وینې څخه هغه مواد جلا کوي چې د انسان بدن ته زیان رسوي، په دې کې ځینې غیر ضروري منرالونه هم شامل دي او بیا پاکه وینه په بدن کې جریان جریان مومي.

afghan (1)
د انسان په وجود کې د پښتورګو رول

د پښتورګو د ګډوډۍ لاملونه

د ژوند بڼه، خواړه، عادتونه، جنیني ستونزې، درمل او له روغتیا سره تړلې نورې ستونزې کولای شي د پښتورګو د فعالیت د ګډوډۍ لامل شي.

د پښتورګو نورمال فعالیت کې ګډوډي د ځینې ناروغیو له امله رامنځته کېږي. په دې برخه کې لوی خطر دا دی چې ناروغي په لومړیو پړاونو کې نه پېژندل کېږي او ځینې نښې یې حتی په بشپړ ډول څرګندې نه دي.

نور ولولئ:

نور ولولئ: د انسان روغتیا ته د روژې نیولو ګټې

ډاکټر ملی میتیو وايي، څومره چې ناروغي وده کوي، نښې یې څرګندېږي او پر دې پرمختګ یوازې د طبي معایناتو او ازموینو له لارې پوهېدلای شئ.

راځئ اوس درته ووایو چې د پښتورګو ځینې عامې ناروغۍ او نښې یې څه دي؟

د انسان په پښتورګو کې اوږمهاله ناورغۍ

د پښتورګو دا ډول ناروغي اوږده موده دوام کوي او دا اکثرا پر هغو کسانو اغېز کوي چې د شکرې یا د وینې لوړ فشار لري.

د دې ناروغۍ په لومړیو پړاوونو کې هېڅ ډول نښې نښانې نه لیدل کېږي، خو مهمه دا ده چې دا ناروغي په سمې درملنې سره رغېدلی شي.

afghan (2)
د انسان په وجود کې د پښتورګو رول

نښې نښانې یې دا دي: کانګې، د اشتها کمېدل، د پښو او غړو پاړسوب، تنفسي ستونزې، بې خوبي او لږ ادرار.

د پښتورګو تېږې په اصل کې منرالونه دي چې په پښتورګو کې راټولېږي او د تېږو بڼه خپلوي.

د طبي کارپوهانو په وینا، وروسته له دې چې یوه یا دوه تېږې جوړې شي، په لومړي سر کې یې نښې نښانې نه لیدل کېږي او ناروغ له کومې جدي ستونزې سره نه مخ کېږي.

دا ستونزه د کمو اوبو څښلو، چاغوالي، ناسم خوراک او د ژوند بڼې له امله رامنځته کېږي.

په دې ناروغۍ اخته کسان په ادرار کولو کې ستونزه لري یا یې هم له ادرار سره وینه وي. اغېزمن شوي خلک د پښتورګو د تېږو په ځای کې له درده شکایت کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button