Uncategorized

د اوکراین جګړه: د روسیې په توغندیز برید کې ۳ په عمر تېر کسان وژل شوي

د اوکراین چارواکو تایید کړي چې د روسیې په برید کې درې په عمر تېر کسان وژل شوي

اوکراییني چارواکي وایي د دغه هېواد په ختیځ کې لیمان ښار ته نږدې د روسیې د توپخانې په ډزو کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

دوی ویلي، چې په دغو بریدونو کې دوه کلي په نښه شوي دي.

نور ولولئ: روسیه: د اوکراین باخموت ښار مو نیولی؛ اوکراین وايي جګړه لا روانه ده

ځايي چارواکي وايي په وژل شویو کې دوه ښځې او یو سړی چې عمرونه یې د ۶۳ او ۸۸ کلونو ترمنځ وو.

هغه سیمه چې دغو کسانو ته پکې مرګژوبله اوښتې د جګړې لومړۍ کرښې ته نږدې پرته ده او دا ډول بریدونه پرې ډېر کېږي.

درې کسان وژل شوي او یو ټپي دی

د اوکرایین د ډونېڅګ سیمې مشر پاولو کیریلینکو پر ټېلېګرام لیکلي چې د روسي توپخانې ډوز دغه مرګژوبله په تورڅکې کلي کې اړولې ده.

هغه ویلي “درې کسان وژل شوي، یو ټپي دی.”

دغه برید په ځايي وخت د سې شنبې نږدې اووه بجې شوی دی. تر دې شاوخوا نیم ساعت وروسته زاکیتنې کلی هم تر برید لاندې راغلی.

د ډونېڅک سیمې څارنوالۍ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې دغلته یو ۲۶ کلن سړی ټپي شوی دی.

له بندري ښاره هم د ډزو غږونه اورېدل کېدل

له دې سره هممهاله د روسیې لخوا د اوکرایین د نیول شوې کریمیا ټاپو وزمې له سېواستوپول بندري ښاره هم د چاودنو خبر ور کړ شوی دی.

خو د روسیې لخوا دې ټاپو وزمې ته ګومارل شوي والي ویلي، چې ډزې او غږونه د دوی د سمندري ځواکونو د تمریناتو وو.

پر دې سربېره د اوکرایین د شمال ختیځ په سومي سیمه کې هم د هاوانونو او دوو ډرون الوتکو په بریدونو کې د څلور کسانو د ټپي کېدو ویل شوي دي.‌

نور ولولئ: جوبایډن: اوکرایني ځواکونو ته کلاسټر او هاوېتزرس له وسلو ورکولو دفاع کوم

سیمه ییزې پوځې ادارې پر خواله رسنۍ ویلي چې په دغو بریدونو کې په سېرېدیانا-بودا سیمه کې د ملکي استوګنې یوې ودانۍ ته زیان اوښتی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې اکراین ته د خوشه‌یي وسلو له ورکړې سره امریکا توافق وکړ او ددې تر څنګ یې اوکراین ته د ایف ۱۶ جیټ الوتکو ژمنه هم کړې ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button