نړیوال خبرونه

مالیې وزارت:هرات کې۹۰سلنه غلا نه کيږي

مالیې وزارت:هرات کې۹۰سلنه غلا نه کيږي مالیې وزارت د هرات د والي سیدعبدالوحید قتالي هغه خبره رد کړې، چې په وینا ېې پ د هرات ګمرک ۹۰ سلنه عواید د مافیایي ډلو له لورې غلا کيږي،دغه وزارت وايٍي که څه هم کرونا شتون لري خو بیا هم دغه ولایت کې عواید خورا زیات راټوليږي،

د یاد وزارت ویاند شمروز خان مسجدي پرخپلې ټویټر پاڼې لیکلي یوه وضاحت پاڼه خپره کړې او ویلي، چې هرات ګمرک په کرونا ځپلي حالت کې هم د میاشتې یو میلیارد افغانۍ عاید لري.هغه وايي چې دغه ولایت کې ۹۰ سلنه غلا نه کيږي چارواکي باید داسې اوازې خپرې نه کړي ځکه داسې خبرې د خلکو ذهنونه خرابوي نوو باید داسې خبروو کې احتیات وشي ترڅو کارمندان سم خپل کاري ځایونو ته لاړ شي او خپل کارونو ته ادامه ورکړي، که داسې اوازې خپرې شي نو دا به

د هغه په خبره، دا عواید د کال دولس میلیارده افغانۍ کیږي او که د هرات دوالي محاسبه سمه وي، بیا به د کال ۱۲۰۰ میلیارده افغانۍ عاید وکړی شي.نو د دغه وزارت د ویاند د خبر نه معلوميږي چې دغه ولایت کې دومره غلا نه کيږي او د ولایت والي د ګمرک نه نا خبره دی دولتي چارواکي باید داسې څرګندونې ونکړي ترڅو د هېوادوالو روحیه خرابه نشي او دولتي کارمندانو باندې د هېوادوالو باور کم هم نشي،

د دغه وزارت نوور په دې اړه ویلي، چې دوی د فساد ضد هڅو ته ویلکم کوي ، خو داسې غیر واقعي محاسبې عامه ذهنیتونه خرابوي.بلخوا د د هرات والي د مالیې وزارت د ویاند پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.هغه څو ورځې مخکې وویل، چې د هرات ګمرک د مافیا لاس کې دی او هره ورځ په میلیونونه افغانۍ ترې غلا کیږي.

د ا هم یاده کړو چې ولسمشر غني خپل لومړي مرستیال امرالله صالح ته خاصه دنده ورکړې، چې په هېواد کې د جرمونو د مخنیوي ترڅنګ په عایداتي ادارو کې دغلا د ختمولو او په کلیوالي سیمو کې د حکومتولۍ د پياوړتیا لپاره پاملرنه او کار وکړي،شاغلي صالح په خپل فېسبوک پاڼې لیکلي وو چې زه به د ولسمشر راکړل شوي وظیفې ښه په صداقت سر ته رسوم،

مالیې وزارت:هرات کې۹۰سلنه غلا نه کيږي
مالیې وزارت:هرات کې۹۰سلنه غلا نه کيږي

په همدې لړ کې د ولسمشر په هدایت د مالیې وزارت یو شمېر لوړ پوري چارواکي په بلیک لست کې اچولي وو او بازې ېې ممنوع الخروج اعلان کړي وو په دغه لست کې د سلو نه زیات کارمندان شامل په دې کې عمومي ریسان او څلور مرستیالان هم شامل دي خو بیا وروسته ریس جمهور غني هدایت وکړ چې دغه کارمندان دې فل هال خپل کارونو ته ادامه ورکړي او خيل کارونه دې په ښه ډول سره انجاموي دغه خبره د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي رسنیو سره په خبر کې کړې وه،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button