سیمه

د ایران او اسرائیلو ترمنځ جګړه او د امریکا د مستقیم دخالت احتمال

اړوند خبرونه: 

ډاکټر عبدالله عبدالله: پر ایران د اسرائیلو بریدونه نامشروع دي

د ایران د پارلمان رئیس: پر اسراییل برید ‘غاښ ماتوونکی ځواب’ دی

امریکا د اسرائیل پر وړاندې د ایران ګواښونه جدي بللي

هغې جګړې چې د تېرې جمعې په ورځ اسراییل د ایران خلاف پیل کړه، نن (جمعه) یوه اوونۍ پوره شوه. اسراییل په پیل کې اعلان وکړ چې د ایران له لوري د اتومي وسلې د جوړولو مخه نیسي. د اسراییل د لومړۍ ورځې عملیات، چې د ایرانیانو لپاره خورا ناببره وو، ډېر بریالي وو ځکه چې د لوی درستیز په ګډون یې د ایران مهم قوماندانان ووژل. له همدې کبله د اسراییل توقع لوړه شوه او د ایران د حکومت د پرزولو خبرې یې پیل کړې خو له څو ورځو جګړې وروسته ورته څرګنده شوه چې دا کار د امریکا له مستقیم ملاتړ پرته ممکن نه دی. له همدې امله اسراییل ډېره هڅه کوي چې د ایران پر ضد په خپله جګړه کې امریکا ښکېله کړي. سره له دې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لېواله دی چې د ایران د حګومت پرزول په خپله کارنامه کې ولري، خو په عین حال کې زړه نازړه دی. د ترمپ تردید ښايي له دې کبله وي چې جګړه به اوږده شي او د امریکا لګښتونه به ډېر شي.

له همدې کبله ښاغلي ټرمپ پرون وویل چې په راتلونکو ورځو کې به پرېکړه وکړی.

سپینه ماڼۍ: ترمپ په ۲ اوونیو کې پرېکړه کوي چې د ایران پر ضد په جګړه کې ګډون کوي یا نه کوي

سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ، به د راتلونکو دوو اوونیو په ترڅ کې پرېکړه وکړي چې آیا امریکا باید په مستقیم ډول د ایران او اسرائیل په جګړه کې ګډون وکړي که نه.

د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین لیویت، د پنج‌شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل:

«د دې حقیقت پر اساس چې ایا په نژدې راتلونکې کې له ایران سره د خبرواترو د پام وړ احتمال شته ښاغلي ټرمپ ویلي چې زه به په راتلونکو دوو اوونیو کې د یوځای کېدو یا نه یوځای کېدو په اړه خپله پرېکړه څرګنده کړم.»

کله چې له هغې وپوښتل شول چې د هغو امریکایانو لپاره چې په جګړه کې د امریکا د ښکېلتیا په اړه اندېښمن دي، څه پیغام لري، ویې ویل:

«په ولسمشر ټرمپ باور وکړئ.»

هغې ټرمپ وستایه او ویې ویل چې د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې یې د “قوت له لارې په سولې” نړۍ خوندي وساتله.

لیویت دا هم تایید کړه چې د ایران پر وړاندې د مذاکراتو هڅې لا هم روانې دي، خو وضاحت یې ورنه کړ چې ولې ولسمشر ټرمپ لا هم باور لري چې «د خبرواترو جدي امکان» شته..

په پای کې، کله چې د ایران د رژیم د بدلون په اړه پوښتنه وشوه، ویاندې وویل:

«د ولسمشر ټرمپ اساسي لومړیتوب دا دی چې ډاډ ترلاسه کړي ایران هیڅکله د اټومي وسلو د جوړولو توان پیدا نه کړي.»

روسیه وايي که د بوشهر پر اتومي برېښناکوټ برید وشي، د چرنوبیل ناورین به تکرار شي

د روسیې د اتومي انرژۍ د شرکت رئیس د پنجشنبې په ورځ، د غبرګولي ۲۹مه، خبرداری ورکړ چې د اسرائیل له‌خوا د بوشهر پر اتومي برېښناکوټ برید کېدای شي د «چرنوبیل په شان د یوه ناورین» سبب شي.

بوشهر د ایران یوازینی فعال اتومي برېښناکوټ دی، چې د روسیې د “روس‌اتوم” شرکت له‌خوا جوړ شوی او د روسیې متخصصان پکې کار کوي.

د فرانسې خبري آژانس د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له قوله راپور ورکړی چې دا مهال شاوخوا ۲۰۰ روسي کارپوهان په دې برېښناکوټ کې کار کوي.

ولادیمیر پوتین همداراز ویلي چې د اسرائیل له مشرتابه سره یې پر دې هوکړه کړې چې د بوشهر په اتومي تأسیساتو کې به د روسي کارکوونکو امنیت تضمین شي.

خو د اسرائیل د پوځ یوه ویاند ویلي چې اسرائیل د خپلو بریدونو په ترڅ کې، د بوشهر تأسیسات هم په نښه کړي دي.

د سپاه د استخباراتو نوی رئیس وټاکل شو

د سپاه پاسداران د استخباراتو د پخواني رئیس تر وژل کېدو وروسته، د سپاه عمومي قوماندان مجید خادمي د دې ادارې د نوي رئیس په توګه وټاکل شو.

د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، محمد پاکپور د پنجشنبې په ورځ د سپاه د ځمکنيو ځواکونو د نوي قوماندان د معرفۍ په غونډه کې د مجید خادمي د ټاکل کېدو اعلان وکړ.

محمد کاظمي، چې پخوا د سپاه د استخباراتو مشر و، له خپلو مرستیالانو سره یوځای د یکشنبې په ورځ د اسرائیل په یوه هوايي برید کې چې پر یوه ودانۍ په تهران کې وشو، ووژل شو. دا برید دوې ورځې وروسته له هغه وشو چې اسرائیل پر ایران هوايي حملې پیل کړې، چې په ترڅ کې یې د ایران جګپوړي پوځي چارواکي، لکه د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز او د سپاه پاسداران عمومي قوماندان، هم ووژل شول.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button